ورزش

نولس کلنو اسیا جام: د افغانستان او هند ترمنځ برخلیک ټاکونکې سیالۍ نن ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، 6 مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنو لوبډله به د اسیا جام سیالیو په لړ کې د دوشنبې په ورځ د هند نولس کلنې لوبډلې سره په یوه حیاتي او مهمه لوبه کې ولوبیږي.

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې ته په کار دي د خپلې ګروپي سیالیو په لړ کې له دریو څخه لږ تر لږه دوه لوبې وګټي، خو تر دې دمه یې دوه لوبې کړي، یوه ماتې او یوه بریا یې خپله کړې ده.

بل لوري ته د هند نولس کلنې لوبډلې هم له خپلو دوه لوبو څخه یوه کې ماتې او یوه کې بریا خپله کړې، چې د افغانستان پر وړاندې لوبه به د دواړو لوبډلو لپاره حیاتي او برخلیک ټاکونکې وي.

د هند او افغانستان ترڅنګ د پاکستان او عربي اماراتو ۱۹ کلنې لوبډلې په یوه ګروپ کې دي، چې پاکستان دوه بریاوې، عربي اماراتو دوه ماتې، هند او افغانستان یوه یوه بریا خپله کړې ده.

د زیاتو پواینټونو له مخې پاکستان دوهم پړاو ته لار موندلې، او عربي امارات لوبډله بهر شوې ده، په داسې حال کې چې افغانستان او هند به د دوهم مقام ترلاسه کولو لپاره تر ټولو مهمه سیالي ترسره کړي چې ګټونکې به بل پړاو ته ووځي.

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو توپ وهونکي د پاکستان پر وړاندې لوبه کې ناکام شوي وو چې یوازې 53 منډې جوړې کړې وې، خو عربي اماراتو لوبډلې ته یې د ۱۴۰ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د افغان لوبډلې په توپ وهونکو کې یوازې الله نور د عربي اماراتو پر وړاندې غوره توپ وهنه ترسره کړه چې سلیزه یې ووهله، خو نورو لوبغاړو په دغه برخه کې د پام وړ کارکردګي نه ده ښودلې.

د توپ اچونې برخه بشپړ بریالۍ ثابته شوې چې افغان توپ اچونکو د 52 منډو د هدف په تعقیب کې د پاکستان 6 لوبغاړي په چټکه توګه وسوځول، او د عربي اماراتو ټوله لوبډله یې په 51 منډو وسوځوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx