اقتصادنظــر

اقتصادي برخه کې بهرنیو مرستو ته سترګې نه پټوو؛ خپلې هڅې به کوو

خالق یار احمدزی

په داسې حال کې چې د لوی او مثبت تحول په راتګ سره که له یوې خوا د وینو توېدلو لړۍ بنده شوې، د څو پلورل شویو افغان نما څېرو لخوا پر مظلوم ولس د لویدیځې دیموکراسۍ د تعمیل او تحمیل هڅې شنډې شوې او د هیواد سرګردانه مجاهد د ولس په جامه،د ولس په ژبه او د ولس په کلتور بلد سرتیري د همدې ولس ساتنې ته په پوره متانت او ښه انګیزه را دانګلي؛ خو ورسره د یوه لوی اقتصادي بحران ټالۍ هم په کړنګیدو دي، چې خلک یې یو څه وارخطاء کړي دي.

دا چې دا ویر له افغانستانه ور آخوا، په سیمه او نړۍ هم راغلې، نو ډیر باید د مایوسۍ ښکار نه شو او نه یې باید د راتګ عامل د اسلامي امارت واکمنیدل وبولو.
لازمه ده چې په دې برخه کې له خپل نوي اسلامي حکومت سره په هره برخه کې هغه اوږه ورکړو، چې د حکومت د لاښه ثبات او اوږد مهالي مترقي قیادت لامل وګرځي.

نړیوالو مرستو ته انتظار به مو ددې لامل جوړ شي، چې یو ځل بیا به د نورو په مرسته متکي پوځ او نظام جوړ او نړیدل به یې هم تر پخوا لا آسانه شي.

راځئ خپل ارزي ذخایر په داسې بڼه راوسپړو او د هیواد د بیا ښیرازۍ او احیاء کار ترې واخلو، چې هم مو د ولسونو د ژوند ټولې مشروع غوښتنې ورپوره کړي، هم مو جګړو ځپلی هیواد په مترقي بڼه جوړ او د ښېرازۍ رنګ واخلي او هم په دې برخه کې نړۍ ته د امن او یوه بشپړ خپلواک اسلامي نظام سنبول و اوسو.

اسلامي امارت به د هیواد له هغو اوبو چې دا مهال ګاونډیانو ته وړيا ور روانې دي، سالمه او اعظمي استفاده وکړي؛ له خپلو ارزي ذخایرو به مثبته ګټه واخلي او په هره برخه کې به د هیواد پر پښو درولو هڅو ته کار ووایي.

مونږ تر بل هر هیواد ښه او قوي مالداره یو، نورو ته د هیلې پر ځای، راځئ له خپل نظام څخه ملاتړ وکړو او په خپلو مټو د هیواد اقتصادي خپلواکۍ هم ترلاسه کړو.

اوس هر چا ته تر لمر ښه څرګنده شوه، چې نړیوال چاته وړيا او بې بدیله مرستې نه ورکوي او غواړي د هر ډالر مرستې په بدل کې یو څه تر لاسه کړي؛ نو راځئ له خپل نوي نظام سره مرسته وکړو، څو هم د نړیوالو له غوښتنو خلاص شو او هم مو د یوه مثبت پرمختګ پر لوري ګام اخیستی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx