نظــر

ترکیې او افغانستان ته نوی سیاست؛ متحده عربي امارات د څه په لټه کې دی؟

عبدالحی قانت
دا ورځې متحده عربي امارات خپل بهرني سیاست کې د سیمې ځینې هیوادونو سره نوي تعاملات پیل کړي چې په اړه یې مختلفې څرګندونې کېږي. دلته یې په لنډ ډول افغانستان او ترکیې کې رول ته سر ښکاره کوو.

ترکیه او متحده عربي امارات:
له ۲۰۱۱م را دېخوا د اماراتو او ترکیې روابطو ډېر خراب حالت کې قرار درلود. د دې خرابو روابطو خپل لاملونه وو خو له ټولو لوی لامل یې د ترکیې بهرنی سیاست و. کله چې اردوغان د خپل حکومت په اوله لسیزه کې ترکیې ته اقتصادي وده ورکړه او تر ډېره یې داخل کې ځان د نورو له تکیې وویست، د دې ډاډ یې پیدا کړ چې ترکیه له داخلي سیاست څخه قوي‌ او فعال بهرني سیاست ته هم وباسي. ترکیې له دې مخکې ټولو هیوادونو سره ښه روابط پالل او بهرنی سیاست یې د جوړ جاړي په بنیاد د ناټو په چارچوب کې روان و. له ۲۰۱۱م را پدېخوا ترکیې وغوښتل چې د خپلو ګټو سیاست پیل کړي، دوی له هماغه وخت د امریکا او ناټو سر بېره د سیمې هیوادونو سره هم ټکر پیل کړ.‌ دا له دې امله و چې د ترکیې ګټې د سیمې د ځینې هیوادونو او د امریکا د ګټو پر وړاندې پرتې وې.
ترکیې په سيمه کې امارتو او سعودي سره ټکر راغی. اماراتو نه غوښتل چې ترکیه د سیمې د یو قوي ځواک په څېر را څرګند شي. دوی له هرې لارې د اردوغان د حکومت تخریب کاوه. د اردوغان په حکومت د ۲۰۱۶م کودتا کې د اماراتو په رول ترکیې ډېر قوي موقف ونیو. امارتو،‌سعودي او امریکا د ترکیې حکومت ځکه تخریباوه چې ترکیې په لیبیا، یمن،‌ افریقا،‌ مصر او منځني ختیځ کې د دوی ګټې خطر سره مخ کړې وې.‌

دا لړۍ روانه وه، امارات ونه توانېدل چې د اردوغان دولت تخریب کړي. ترکیې په بهرني سیاست کې د اماراتو او سعودي پر وړاندې قطر او ایران ته مخه کړه. هغوی سره یې روابط پیل کړل.‌ په داسې حال کې چې د ناټو برخه ده، روسیې او چین سره یې هم روابطو ته ادامه ورکړه. اوس مهال امارت او سعودي په دې پوه شوي چې ترکیه د سیمې یو قوي ځواک دی او له دې واقعیته نه باید سترګې پټې کړي. دوی اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې که دوی ترکیې سره تعامل ونه کړي، ښايي آینده کې د ایران، ترکیې او قطر بلاک د دوی په وړاندې نور هم قوي شي. له دې امله دوی د دې فرصت په لټه کې ول چې څرنګه ترکیې سره خپل روابط بېرته پیل کړي.‌ له تېر یو کال څخه په دې کار روان ؤ، څو میاشتې وړاندې د اماراتو د ملي امنیت مشاور د ترکیې سفر وکړ او اردوغان سره یې ملاقات وکړ.‌ اوس چې د ترکیې لېره دې ورځو کې د سخت فشار سره مخ ده، اماراتو له دې فرصته استفاده وکړه او ترکیې ته یې لاس ورکړ.‌ هغه ورځ زاید ترکیې ته سفر وکړ او ۱۰ میلیارده ډالر یې ترکیې سره په مختلفو برخو کې د سرمایه ګزارۍ اعلان وکړ.‌ ده د دې اعلان هم وکړ چې دا سرمایه ګزاري به ۱۰۰ میلیارده ډالر ته رسوي.‌ اوس مهال یواځې ۵ میلیارده ډالر نقد اماراتو ترکیې ته دې لپاره ورکړل چې د ترکیې ملي‌ بانک کې د ریزرف په حیث کېښودل شي تر څو د لېرې د ښکته کېدو مخه ونیول شي.‌

افغانستان او متحده عربي امارات:
د افغانستان نوي‌ حکومت سره د اماراتو روابط له پخوا شتون درلود. د سولې څو غونډې عربي اماراتو کې وشوې او طالبانو وخت نا وخت اماراتو ته سفرونه هم درلودل. قطریان له دې کاره خوښ نه ول خو دوی یې منع کولی هم نه شو ځکه پر طالبانو د قطریانو هېڅ داسې احسان نه ؤ چې په اساس یې دوی له دې روابطو منع کړای وای. وروسته د قطریانو او طالبانو روابط ډېر نږدې شول تر دې چې نن یې د رسمیت پیژندنې لپاره نړۍ سره لابي کړي. دا اوس هم د امریکایانو او طالبانو ناستې قطریان جوړوي‌ او دوی یې منځګړتوب هم کوي. دا کار د قطر د بهرني سیاست برخه ده چې وکولی شي په یو وخت د طالبانو حکومت او امریکا سره په خپلو روابط نور هم قوي کړي.

د قطریانو له دې ډپلوماسۍ اماراتیان او سعودیان خوښ نه ول خو هغوی هېڅ نه درلودل. اوس چې امریکا شین سګنال ورکړ او د قطر له لارې یې افغانستان کې د خپل رول اعلان وکړ،‌ امارت او سعودي‌ هم دې ته تیار شول چې خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي. امارات عربي دا مهال طالبانو سره په داسې اړیکو جوړولو بوخت دی چې وکولی شي لږ تر لږه له افغانستان څخه بیخي قطع نه شي. د طالبانو خوشحالولو لپاره دوی دا کار هم کړی چې په اشرف غني یې د خبرو بندیز لږولی.‌ امارات نه غواړي قطر، ترکیه او ایران دې افغانستان کې فعال حضور ولري‌ او دوی دې د اشرف غني‌ په سر پوره وطن له لاسه ورکړي. طالبان دې کار ته په دې خوشحاله دي چې د قطر په رقابت کې به دوی سره د اماراتو او سعودي آپشن هم پیدا شي او قطریان به له فکره ووځي چې ګواکې طالبان دوی ته مجبور دي. د طالبانو په لاس کې د سعودي او امارات عربي کارت په دې حساس وخت کې مهم کارت دی.

دا مهال په ټوله کې د سیمې ټول هیوادونه دې رقابت کې دي چې د خپل سیمه ایز رقیب په مقابل کې نوي حکومت سره اړیکې پیاوړې کړي. مونږ اوس هم خپل بهرني سیاست کې صفري نکتې کې ولاړ یو. دا اوس د نوي حکومت امتحان دی چې دا زرین فرصت څرنګه مدیریت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx