افغانستان

پنجشیر کې د خلکو لاریون پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ مرغومي، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکي وايي، په پنجشیر ولایت کې هغه لاریون پای ته ورسېده چې تیره ورځ د یو ځوان د وژلو له امله پيل شوی ؤ.

پرون د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پرمهال یو ځوان په تیروتنې سره په ډزو ووژلو، چې وروسته د سیمې خلکو د وژل شوي ځوان جسد د ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راووړ او د عدالت غوښتنه یې وکړه.

د پنجشیر د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالحمید خراساني وايي، له معترضو خلکو، د ولایت مقام او په کابل کې د اسلامي امارت سره له خبرو اترو وروسته په پېښه کې ککړ کسان د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د اسلامي امارت مشرتابه ورسره ژمنه کړې چې نیول شوو کسانو سره به قانوني چلند کیږي، چې په همدې سره تیر ماښام د خلکو اعتراض هم پای ته ورسېده او د وژل شوي ځوان جسد یې خاورو ته وسپاره.

په ورته مهال یو شمېر سرچینو خبر ورکړی ؤ، چې په پنجشیر کې د اسلامي امارت ځانګړي قطعات او د عبدالحمید خراساني وسله وال یو بل ته ګوته په ماشه وو؛ خو خراساني بیا دا څرګندونې ناسمې بولي او زیاتوي چې نوموړی د اسلامي امارت یو عسکر دی او د شریعت مطابق به د خپلو مشرانو پوره اطاعت کوي.

د پنجشیر خلکو ته د وینا پرمهال خراساني ویلي، چې د ملکي خلکو وژل او ځورول د اسلامي امارت پالیسي نه ده او که هرڅوک سرغړونه کوي د مشرانو لخوا به مجازات کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

ږیری خو تاسو لکه د سیکانو پرییښیی څه م وګړل. د دنیا په سر چی انسان او انسانی کراماتو ته توهین کړی والله که چا کړی وی. ټولی کړنی یی د اسلام او خلاف دی. اسلام په ږیره نده نو خلاص

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx