ورزش

افغان نولس کلنو هند ته د 260 منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (6 مرغومی، 1400ل): د اسیا جام په دریمه او مهمه سیالۍ کې افغان نولس کلنو لوبډلې د هند نولس کلنې لوبډلې ته په ټاکلو 50 اورونو کې د 260 منډو ستر هدف وټاکه.

د افغان 19 کلنو له لوري اعحاز احمد احمدزي په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړه او د 7 شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته یې په 68 توپونو 86 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

افغان نولس کلنو ځوانانو په وروستي 5 اورونو کې د اعجاز احمد او خیبر ولي په مرسته 74 منډې وکړې. خیبر ولي چې د ننګیالي خروټي پرځای لوبډله کې شامل شوی په وروستیو کې د 4 څلوریزو په مرسته په 12 توپونو 20 ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسیا جام په برخلیک ټاکونکې لوبه کې هند نولس کلنو لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې افغان لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، دوی په ټاکلو 50 اورونو کې د 4 لوبغاړو په سوځېدلو 259 منډې وکړې.

ددوی له لوري سلیمان عربزي 18، محمد اسحاق 19، الله نور 26، لوبډلمش سلیمان صافي 73، اعجاز احمد احمدزي 86 او خیبر ولي 20 ناسوځېدلې منډې وکړې.

تېرو دوه سیالیو ته په کتلو افغان لوبډله توانېدلې د توپ اچونې په برخه کې په زړه پورې کارکردګي وښيي، چې کولی شي هند لوبډلې ته په یاده لوبه کې ماتې ورکړي.

که افغان نولس کلنې لوبډلې یاده لوبه کې بریا خپله کړه، کولی شي دوهم پړاو یا کواټر پایلوبو ته لار ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx