نظــر

انتقاد

د، ب، هيښ

د انتقاد نه هدف اصلاح ده، که په ټولنه کې انتقاد نه وي، يا نه زغمل کيږي او يا توجه نه ورته کيږي، ددې مانا داده چې استبداد دی، خودکامګي ده، ديکتاتوري ده او يوازې يو شخص او يا محدوده ډله د خلکو په سرنوشت په زور واک چلوي او د ټولنې د افرادو نظر، غوښتنې او وړانديزونه ورته هېڅ ارزښت نه لري.

همدا وجه ده چې په داسې ټولنو کې عدالت نشته او چېرته چې عدالت نه وي، نه سوله شته، نه ارامي، نه ثبات او نه رفاه، بلکې متواتر جنګونه، تشنجونه، تهديد، توهين، وژنې، جنايت او وحشيتوب ورځنی صورتحال دی.

بدبختانه چې زموږ په ټولنه کې د تاريخي دوامداره استبداد له کبله د انتقاد د کلچر او د هغې د ضرورت سره واکمنان او يا واک ته رسيدونکي چندان بلد نه دي او انتقاد ته د توهین او تحقير په سترګه ګوري.

ددې په ځای چې په انتقاد خپل ضعف، غلطۍ او نارسايۍ ته متوجه شي او د اصلاح په لټه کې يې شي ،د انتقاد کوونکو سره تعصبي او خصمانه چلند شروع کړي، حال دا چې د انتقاد کوونکو هدف اصلاح، د اشتباهاتو د تکرار مخنيوي او د اوليايې امورو د قوت او واک د دوام په مانا دي.

په هر حال په ټولنه کې انتقاد يو ديني، ملي ، انساني او مدني فرض او مسؤليت دی، چې د ټولنې صالح، خيرغوښتونکي، منور او دور اندېشه خلک يې بې له کومې مادي -مقامي- او منصبي تمې په ټولنه کې د نظم ، اصلاح او د ټکرونو نه فارغ ژوند د پياده کولو د پاره د خپل ازاد وجدان په تقاضا بايد اداء کړي.

که د ټولنې واکمنان سازنده او په ځای انتقادونه مني او يا يې نه مني د دوی په ظرفيت او هوښيارۍ پورې تعلق لري چې ددې بې بيې لکن قيمتي او انکار ناپذيره واقعيت سره څه شان سلوک کوي ، خو که انتقاد ومني او وزغمي هم د ټولنې په‌ګټه دي او هم د دوی د قدرت دوام او بقا په‌کې تضمينيږي، برعکس بيا د انتقاد په نه منلو او نه زغملو هم ټولنه د ناورين سره مخامخ کيږي او هم د دوی  دواک عمر لڼډيږي.
اوس نو اختيار به دست بختيار، چې واکمنان د خپل واک آس په کومه ځغلوي.

د ابادۍ او خدمت جهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

لیکونکی ښکولی نظر ورکړی دی. خو په یوه طرف یی زور اچولی دی. هغه چه ندی لیکل سوی دنقدکونکی ادب او ځیرکتوب دی. افغانستان دنقد له دواړو خواوو ځوریږی. دحاکم بیزغمی او نقدو ته بیغوره کتل اویا بیخی په هغو باندی سترګی پټول دی. دا نقد کول بیخی لهو او لعب ته راوړی چه دحاکمی طبقی همدا مطلب وی. غربی نړی وګوری چه هلته حاکمه طبقه ترکومه دلیکوالانو او نورو منتقیدینو خبرو ته غوږ نیسی. که نقد ته غوږ نیول سوای وای نو دا دشلو کلو نړیوال ناورین به دغربیانو لخوا، چه په مسلمانانو باندی یی تحمیل کړی ده، بیخی… نور لوستل »

غوربندي

ثابت صاحب

زه ستاسو لیکنې او تعلیقات څارم او ډېر څه ترې زده کوم،،

د هیښ صاحب لیکنه ډېره ګټوره ده،، جزاه الله خیرا

که زمونږ او تاسو وکولای شو د دوی پر لیکنه تکمیلي نورې لیکنې وکړو نو فبها کنه لیکوال ته داسې لیکل مناسب نه برېښي چې ستا په لیکنه کې دا کم دي یا ها.

په بل عبارت زمونږ او تاسو تعلیق، نیوکه او نقد نه ښایي فقط د تعلیق، نقد او نیوکې لپاره واوسي بلکه یو څرګند هدف او رساله باید ولېږدوي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx