
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې هند ته ماتې ومنله او له اسيا جام څخه بهر شوه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ نولس کلنو ځوانانو په وروستۍ او برخليک ټاکونکې لوبه کې هند نولس کلنو ته ماتې ومنله او له اسيا جام څخه بهر شوه.
افغان ځوانانو په توپ وهنه کې غوره کارکردګي وښوده، خو ويې نشو کړی د ۲۶۰ منډو هدف دفاع وکړي.
دغه لوبه د هند او افغان نولس کلنو لپاره ډيره مهم وه چې ګټونکې لوبډلې کواټر پايلوبو ته لار وموندله، او ماتې منونکې له اسيا جام څخه بهر شوه.
د يادې لوبې پچه هند ګټلې وه او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه. افغان لوبغاړو کې سليمان صافي او اعجاز الحق احمدزي غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او نيمه سليزې يې ووهلې.
سليمان صافي ۷۳ او اعجاز ۸۶ چټکې ناسوځېدلې منډې وکړې.
په ځواب کې هند ۱۹ کلنو ښه هېل وکړ او د اوږدې ملګرتياو په مرسته يې ټاکلی هدف په ۴۹م اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.
د افغان توپ اچونکو له برخې نور احمد غوره توپ اچونه وکړه او د ۴۳ منډو په بدل کې يې ۴ لوبغاړي وسوځول.
له دې وړاندې افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په خپله لومړۍ سيالۍ کې پاکستان نولس کلنو ته يوازې د ۵۴ منډو هدف ټاکلی و، چې پاکستان د ۶ ويکټو په توپير بريا خپله کړې وه.
په دوهمه لوبه کې يې عربي اماراتو ته د ۱۹۶ منډو هدف ټاکلی و چې د ۱۴۱ منډو په ستر توپير يې بريا خپله کړې وه. دغه راز د هند پر وړاندې لوبه يې په وروستيو کې وبايلله.
افغان نولس کلنه لوبډله اسیا جام څخه له بهر کېدو وروسته ویسټ انډیز ته سفر کوي تر څو په نړیوال جام کې ګډون وکړي.
A valiant effort by Afghanistan U19s in today's encounter against @BCCI at the @ICCAcademy Oval-2, but were beaten by 4 wickets. With this loss, we are out of the race in the competitions.
🇦🇫 – 259/4 (50.0 Overs)
🇮🇳 – 262/6 (48.2 Overs)#FutureStars | #U19AsiaCup |#AFGvIND pic.twitter.com/m3j3Jm2lnr— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) December 27, 2021