افغانستاننړۍ

هند د ۲۰۲۱-۲۲ تعلیمي کال لپاره ۴۵۰ بورسونه افغان محصلینو ته ورکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷  مرغومی، ۱۴۰۰ل): په هند کې د افغانستان سفارت وايي چې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي  د هند کلتوري اړیکو شورا یا ICCR  له نوي رئیس سره کتلي دي.

د هند سفارت د یوې خبرپاڼې له مخې افغان سفیر ماموندزي په هند کې د افغان محصلینو ستونزې او په افغانستان کې د برحاله بند پاته محصلینو مشکل د ICCR له نوي مشر سره شریک کړ.

په دغه کتنه کې د ICCR  مشر وویل چې دوی د افغان محصلینو ستونزو ته به په راتلونکو میاشتو کې رسیدګي وکړي.

په نوی ډهلي کې افغان سفارت وايي چې د روان 2021-22 تعلیمي کلونو لپاره د هند په داخل کې افغان محصلینو ته  ۴۵۰  بورسونه ورکړي دي.

افغان سفیر هیله څرګنده کړې، چې په نژدې راتلونکې کې به د ICCR شوراء د جذب چارې عادي حالت ته راوګرځي.

د یادونې وړ ده چې هند د یوې اوږدې مودې راهیسې افغانانو ته دولتي بورسونه ورکوي، خو حاضره دغه هیواد د شاوخوا ۲۵۰۰ افغان محصلینو چې افغانستان کې بند پاتې دي ویزې باطلې کړي دي.

حاضره سلګونه افغان محصلین  چې په هند کې يې حضوري زده کړې روانې دي، په افغانستان کې بند پاتې دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبر. هند هر وخت د یوه ښه ګاونډی په صفت افغانستان سره مرسته کړی. همدا اوس یی ۵۰ زره ټنه غنم له افغانستان سره مرسته کړی خو دا غنم بیا پاکستان بند کړی چی افغانستان ته راشی. پاکستانیان وایی دا غنم دی زمونږه په لاریو کی بار شی بیا دی افغانستان ته ولیږل شی چی هم د لاری کرایه واخلو او هم له هغه طرفه پکی وسلې راوړو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x