
د شهيد اباسين رحمه الله د شهادت خاطره(۲ برخه)
م رضوان الله فيضاني
شهيد عبدالرحمن ماته غږ وکړ وای دلته راشه، زما غوږونه د راکېټ ډزونو دپ کړي و ما يې غږ سم وا نه ورېد، بيا يې په زوره غږ را وکړ وای مولانا دلته راشه کنه، ما ورته وويل چې لږ صبر وکړه له هغو نورو ملګرو سره رابطه کوم چې په هغوی کې خو به څوک ژوبل شوي نه وي، آخر نېږدې راغی وای راشه يو ملګری شهيد شوی دی، ما ورته وويل څوک دی او چيرته دی ؟
هغه راته وويل چې هغه مخامخ د دېوال بيخ ته پروت دی، له دې خبرې سره مې مخابره او هر څه پرېښودل ورمنډه مې کړه، چې ومې کتل ملګری په وينو کې لت پت پروت دی، ومې نه پېژاندۀ ځکه چې سر مبارک يې ډېر ژوبل شوی و، د پوزې تر څنګ او پر سر لږېدلی و هغه هم د دهشکې په مرمۍ باندې، حالت يې ډېر بوږنونکی و، زه حيران دريان ورته ودرېدم، ملګري ته مې وويل چې دا کوم يو ملګری دی؟
هغه راته وويل چې اباسين دی، د شهيد دغه دردونکی حالت مې چې ولېدۀ نو زړه مې وبرېښېد، ملګرو ته مې وويل چې تاسو خپله وسله ماته راکړئ او شهيد پورته کړئ، نو له ماسره مې خپله، د شهيد او د دوه ملګرو ټوله څلور پنځه ميله وسله شوه خو بيا مې هم له دې دوه ملګرو سره د شهيد په وړلو کې لږلږ مرسته کوله.
د قسمت خبره ده، زه چې په کومه کوټنۍ کې ولاړ وم نو د غونډۍ پوستې ته ښکارېدم خو زما ورته بيخي فکر نه و، د دهشکې والا اصلاً زه ويشتم خو د اباسين د شهادت قسمت بيدار و مرمۍ هغه ته وربرابره شوه او د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
شهيد مو راواخيست او راروان شولو، له لرې مې غږونه واورېدل، زه لږ مخکې ورغلم ومې کتل چې په لږ وړاندې اندازه کې شهيد سيف الله ولاړ دی، ورغږ مې کړ چې راځه، هغه په منډه راغی وای څه چل دی چې دومره مو ناوخته کړه مونږ خو وختي بيرته تللي هم يو ؟
ما ورته وويل چې ګوره وارخطايي ونکړې يو ملګری مو شهيد شوی دی، هغه وارخطا شو وای عبدالرحمن دی؟
عبدالرحمن په ملګرو کې يو څه اندازه مشهور او تکړه ځوان و، نو سيف الله د شهيد په اورېدو سره ځکه وارخطا شو چې ګواکې هغه شهيد شوی دی، ما ورته وويل چې نه عبدالرحمن بچ دی اباسين شهيد شوی دی.
سيف الله زه پر ځای پرېښودم مخکې يې ورمنډه کړه، تياره خوره شوې وه شهيد مو يو څه اندازه ښکته راووړ، ما له خپل مشر مسؤول شهيد عبدالعزيز تقبله الله تعالی سره په مبايل رابطه وکړه، هغه په بله علاقه کې و، پوښتنه مو سره وکړه وای فيضاني صاحب، خير خو دی څنګه دې بې وخته رابطه وکړه ؟ ما ورته وويل چې يو ملګری مو شهيد شو، عبدالعزيز وار د مخه دا کلمات وويل:
انا لله و انا اليه راجعون، بيا يې وويل وای شهيد مو راوړی دی که د جنګ په سحنه کې پاتې دی، ما ورته وويل چې راوړی مو دی، عبدالعزيز راته وويل چې لږ انتظار وکړئ زه دا دی درغلم.
مونږ ډېر ستړي وو يو ځای مو لږ دمه وکړه، چې ښکته خواته مو وکتل نو څو تنو مخلصو کليوالو يو چپرکټ راخيستی و، زمونږ څو تنه مجاهدين ملګري هم ورسره و او په بېړه زمونږ خواته راروان و، مونږ هم د دوی په راتګ باندې ډېر خوشحال شولو، شهيد مو واخيست او د کلي څنګ کې يو باغ کې مو کېښود، په دې وخت کې شهيد عبدالعزيز او څه نور ملګري هم په ډېرې تېزۍ سره راورسيدل، په ملګرو باندې يې غږ وکړ وای ګورئ هيڅوک هم ونه ژاړئ !!!
له لږ زنډ انتظار وروسته مو شهيد واخيست او په کلي کې مو يوې حجرې ته يووړ، زما جامې په وينو رنګ وې لمونځ مې هم نه و کړی د لمونځ کولو او جامو بدلولو لپاره يو مسجد ته لاړم، هلته مې جامې بدلې کړې وخت بيخي نازک و لمونځ مې ادا کړ او بېرته د هغې حجرې خواته ور روان شوم چيرته چې شهيد ايښی و.
نور بيا …