نړۍ

بريتانوۍ وزيرې د غزې په اړه د خپل حکومت د پاليسۍ پر ضد استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا(سې شنبه، زمری ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د انګلستان د کابینې يوې وزير پر غزه د اسراييلي بريدونو او ظلمونو په اړه او د خپل حکومت د پاليسۍ سره د مخالفت له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

سعيده وارثي چې د بریتانیې د مذهبي چارو وزیره ده، په خپل ټويټر پيغام کې ليکي، چې د غزې په اړه نور د خپل حکومت پاليسي ورته د زغم وړ نه ده او اعلان یې وکړ، چې خپله استعفا يې لومړي وزير ډيويډ کيمرون ته لېږلې ده.

د يادونې وړ ده، چې سعيده وارثي لومړۍ مسلمانه ښځه ده، چې د بريتانوي پارلمان غړې ده او د بريتانيا کابينه کې مذهبي چارو وزيره وه او له دې مخکې د بريتانيا د «کنزرټيو» ګوند مشره وه.

وړمه ورځ بريتانوۍ ورځپاڼې «انډيپينډينټ» ليکلي و، چې اسراييل پر غزې خپلو بريدونو کې بريتانوي وسلې کاروي.

د سرچینې په باور، اسراييل په نړۍ کې د بريتانوي وسلو تر ټولو ستر سوداګر هېواد دی او غواړي، چې پر غزه باندې په خپلو بريدونو کې تر ډېره کچه بريتانوۍ وسلې وکاروي.

د کارپوهانو په اند، که د بريتانوي حکومت پر ضد دا تورونه ثابت شي؛ نو د ډيوډ کيمرون حکومت به له سختو قانوي ستونزو سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x