افغانستان

هلمند: په دوو ولسواليو کې درنه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۳): د هلمند ولایت په موسی کلا او ګرشک ولسواليو کې درنه جګړه روانه ده.

ویل کېږي چې د ګرشک ولسوالي په نهر سراج کې نن سهار شاوخوا څلور بجې جګړه پیل شوې ده چې لا هم روانه ده.

په ورته وخت کې د موسی کلا په آسمیانیانو، توغي، کاڼي مانده او ځینو نرو سیمو کې د سهار له شپږو بجو راهیسې ډزې روانې دي.

طالبان وايي چې د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې نن سهار شاوخوا څلور بجې د ګرشک ولسوالي د نهر سراج په سره ښاخ سیمه کې د اربکیانو او پولیسو په پوسته بریدونه پیل کړل او درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.

د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د هلمند د موسی کلا په وسکي سیمه کې يې د ملی اردو یو ټانګ په ماین پورته کړی چې سپاره کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي.

همدارنګه د خبرپاڼې له قوله د ګرشک په جګړه کې تراوسه پورې دوه پوستې د طالبانو ترواک لاندې راغلې دي اوجګړه لاهم روانه ده.

په ورته وخت کې د هلمند په خانشین او نوزاد ولسوالیو کې هم د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي او ویل کېږي چې د هلمند په خانشین ولسوالي کې د چاودنې پر مټ شپږ تنه سرحدي پولیس وژل شوي دي.

دغه چاودنه پرون غرمه مهال د خانشین ولسوالي په تاغر سیمه کې رامنځ ته شوه چې په پایله کې دوه رینجر موټر تخریب کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په دې چاودنه کې يې شپږ تنه سرحدي پولیس وژلي او څلور نور مرګوني ټپیان دي.

بل خوا د روزګان ولایت په خاص روزګان کې هم جګړې درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده او د راپورونو له قوله لاهم روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کورنیو چارو وزارت مسوولین د هېواد په ګوټ ګوټ کې د لسګونو طالبانو د له منځه وړلو خبر ورکوي.

ولې دولتي مسوولین تراوسه د هملند او روزګان په جګړو پټه خوله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x