افغانستان

کورنیو چارو وزیر د پلچرخي زندان کې د بندیانو حال اخیستی – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د پلچرخي زندان ته د بندیانو د وضعیت او د هغوی حال اخیستلو په غرض تللی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې ښاغلي حقاني په دغه لیدنه کې شخصا  ناروغه او د ډیر عمر لرونکي بندیان په خپله ولیدل او یوشمیر سیاسي صعب العلاحه ناروغان او د ډیر عمر لرونکي کسان مشخص او د هغوی د وارثینو او سیمه ییزو مخورو د تضمین په کولو سره یې د محبس چارواکو ته د هغوی د خوشې کولو امر وکړ.

یاد وزارت وايي چې سراج الدین حقاني د په څرخي پله کې زندانیانو ته وویل چې «اسلامي امارت د اشغالګرو خلاف په تیر شل کلن بهیر کې له سختو پړاوونو راتیرشوی،خو لله الحمد چې په دې ټوله اوږده موده کې نه تر خپل مقدس هدف تیر شوی او نه یې هم له دښمن سره سازش کړی دی.»

هغه زیاته کړه چې «اوس چې د افغان مجاهد ولس د شل کلن مقدس جهاد په برکت اسلامي امارت واک ته رسیدلی یو شمیر مخربین او امنیت ګډوډوونکي غواړي د پردیو په لمسون د دې اسلامي نظام په مقابل کې بغاوت و کړی چې هغوی په دې کار سره هم خپل ځان هم خپلې سیمې او هم خپلو خلګو او کورونو ته زیان رسولی دی.»

ښاغلي حقانيي وویل چې دوی په هیڅ صورت نه غواړي چې یو مسلمان افغان ورور دې زمونږ له لاسه ځور وویني او یا دې بندي کړای شي، خو دا چې د امنیت اخلالوونکي او شر جوړوونکي په مجموع کې د هیواد او ولس د بې ثباتۍ لامل کیږي دا د حکومت مکلفیت دی چې هغوی د شریعت د حدودو په چوکاټ کې مجازات او توقیف کړي او ټولنه یې له شره وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx