افغانستان

سمنګانو کې د ۴۵۰ ملیونه افغانیو د غلا خبره حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د سمنګانو ولایت سیمه ییزو چارواکو هغه ادعاوې ناسمې بللي، چې ګواکې وسله والو تیره شپه ددې ولایت د ډبرو د سکرو د کان اړوند ۴۵۰ ملیونه افغانۍ غلا کړي دي.

تردې وړاندې یو شمېر رسنیو د سمنګانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سرپرست مولوي امدادالله مهاجر په حواله خبر ورکړی ؤ، چې د بلخ ـ سمنګان پر لویه لاره وسله والو په هغو کسانو برید کړی چې د سکرو د ډبرو د کان پیسې یې مزارشریف ته لیږدولې.

مولوي مهاجر دغه راز څرګنده کړې وه، چې په برید کې دوه تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او وسله والو غلو ۴۵۰ ملیونه افغانۍ له ځانونو سره وړې دي.

له بل پلوه د سمنګانو ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي، چې وسله والو غلو د عامو موټر چلوونکو لاره شوکوله چې د پېښې په اورېدو سره امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ځان رسوي او له غلو سره وسله واله نښته رامنځته کیږي.

دغه چارواکي زیاته کړې، په پېښه کې ۲ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او وسله وال غله د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستنې تښتېدلي دي.

نوموړي دا خبره رد کړه چې ګواکې وسله وال غله دې د کان د ملیونونو عوایدو په غلا توانېدلي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د سمنګانو ولایت دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان عواید هره اونۍ د لسګونو امنیتي ځواکونو په بدرګه تر مزارشریف ښار او له هلته د بانک له لارې مرکزي خزانې کې جمع کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کمپیوتری سیتم باید ایجاد شی. نن سبا هر څه د یوه خاص کمپیوتری سیستم له لاری په ډیره ښه او شفافه توګه کنترول کیدای شی. پاک او مسلکی کسان دی وګمارل شی بیا به هیڅ څه لادرکه او ورک نشی. انشاءالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx