ورزش

ټیسټ کرکټ: استرلیا انګلستان ته په پرلپسې دریمه ماتې ورکول د اشیز سیریز خپل کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د استرلیا او انګلستان ترمنځ د اشیز ټیسټ سیریز دریمه سیالۍ کې هم استرلیا سیال لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او د پنځو لوبو لوبلړۍ یې وګټله.

په دریمه ټیسټ لوبه کې د انګلستان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او 185 منډې يې وکړې، ددوی له لوري جویي روټ 50 زیاتې منډې وکړې. او د استرلیا له لوري په توپ اچونه کې پيټ کمینز او نیتن لاین 3-3 ویکټې واخیستې.

په ځواب کې د استرلیا لوبډلې 267 منډې وکړې او پر انګلستان یې 82 منډې وړاندې والی وموند، ددوی څخه مارکس هیریس 76 زیاتې منډې وکړې. په توپ اچونه کې د انګلستان جیمز اندرسن 4 لوبغاړي وسوځول.

انګلستان د دوهم ځل لپاره توپ وهنه پېل کړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې یوازې 68 منډې وکړې او د یوې پاڼۍ او 14 منډو په توپیر یې ستره ماتې ومنله. د استرلیا له لوري سکاټ بولنډ چې خپله لومړۍ لوبه یې کوله د انګلستان 6 لوبغاړي وسوځول.

انګلستان لوبډله استرلیا کې له 1904 کال وروسته په لومړي ځل په کمو 68 منډو وسوځېدله.

له دې وړاندې انګلستان لوبډلې په لومړیو دوه لوبو کې هم ماتې منلې وه، چې استرلیا د پنځو لوبو سیریز په 3-0 په خپل نوم کړ.

په لومړۍ لوبه کې هم استرلیا د 9 ویکټو په ستر توپیر بریا خپله کړې وه. دغه راز په دوهم لوبه کې انګلستان د 468 منډو هدف په تعقیب کې یوازې 192 منډې وکړې او د 275 منډو په توپیر یې ماتې منلې وه.

د اشیز ټیسټ سیریز د 2021/2022م کال سیالیو کوربه توب استرلیا کوي، د یادو سیالیو تېر کال کوربه توب انګلستان کړی و چې استرلیا ګټلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx