روغتیا

پاکستان کې تر دې دمه د اومیکرون 75 مثبتې قضیې ثبت شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ مرغومی، ۱۴۰۰ل): پاکستان کې د کرونا ویروس نوې بڼې اومیکرون لومړۍ پېښه د دیسمبر په 13مه نېټه ثبت شوې وه چې تر دې دمه ټولې 75 قضیې ثبت شوي دي.

د پاکستان روغتیا ملي انستیتیوت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی چې یوازې په کراچي ښار کې 33 پېښې ثبت شوي دي.

یاد انستیتیوت په خبرپاڼه کې وایي، «د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د نومبر په 26مه نېټه د کرونا اومیکرون بڼه خطرناکه وبلل شوه، چې د روغتیا وزارت او نورو اړوند ادارو سره یې د مخنیوي لارې چارې څارل پېل کړې دي».

دغه انستیتیوت زیاتوي، «د دیمسبر تر 27مې پاکستان کې د اومیکرون ټولې 75 پېښې ثبت شوي، چې 33 په کراچي، 17 اسلام اباد، 13 لاهور، خو پاتې 12 نورې قضیې د بهرنیو مسافرینو سره تړاو لري».

د پاکستان روغتیایي چارواکو د اومیکرون ناروغان جلا کړي او هغه کسان چې د یادو ناروغانو سره یې اړیکه درلوده تعقیبول پېل کړي دي.

دوی زیاتوي چې د واکسیناسیون بهیر چټکول او د احتیاطي تدابیرو نېول د اومیکرون مخنیوي لپاره غوره لاره ده، چې دوی به یې په عملي کولو کې اړین ګامونه پورته کړي.

پاکستان کې د دیمسبر په 8مه نېټه د اومیکرون بڼې لومړۍ شکمنه پېښه ثبت شوه چې د اغا خان پوهنتون د دیسمبر په 13مه یاده پېښه تایید کړه.

د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په وروستیو کې د اومیکرون په اړه ویلي وو چې چټکه خپریدونکې ده خو خطر یې د نورو بڼو په پرتله خورا کم دی او ناروغ خفیفې نښې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx