ورزش

فیران ټوریس برسلونا کلب سره د پنځه کلونو تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د مانچسټر سیټي فوټبال کلب پخواني هسپانوي لوبغاړي فیران ټوریس د برسلونا کلب سره د پنځو کلونو لپاره تړون لاسلیک کړ.

فیران ټوریس ځوان ۲۱ کلن لوبغاړی دی چې د هسپانوي کلب برسلونا سره یې د ۲۰۲۷م کال تر جون میاشتې د ۵۵ ملیونه یورو په بدل کې تړون لاسلیک کړ.

هغه له کوچنیوالي په والنسیا فوټبال کلب اکیډمي کې روزنه ترلاسه کړې او په لومړي ځل د ۲۰۱۷ کې په دغه لوبډله کې راښکاره شو چې تر ۲۰۲۰م کال پورې ولوبېد، خو په ۲۰۲۰م کال کې مانچسټر سیټي سره یوځای شو او تر ۲۰۲۱ پورې ولوبېده.

هغه دوه ځلې په اروپا اتلانو لیګ او څلور واره د انګلستان پریمیئر لیګ کې راښکاره شوی چې ټول یې درې ګولونه وهلي دي،

فیران ټوریس برسلونا سره د تړوه په هکله وایي چې د خپلې خوښې لوبډلې سره په تړون خوښ دی، او هڅه کوي دغې لوبډلې ته زیات ګولونه راوړي، او په هره برخه کې ورسره مرسته وکړي.

هسپانوی لوبغاړی په داسې حال کې برسلونا سره تړون لاسلیک کړ چې څه موده وړاندې سرجیو اګویرو د زړه ناروغۍ له کبله له فوټبال استعفا وکړه، او پر ځای یې فیران ټوریس بدیل غوره کړ.

د برسلونا کلب د فیران ټوریس طبي معاینات ترسره کړي او د نوموړي د تړون رسمي اعلان یې کړی چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د جنوري په ۳مه نېټه به د مینوالو پر مخ وړاندې شي، او په همدغه ورځ به خپل لومړي تمرینات ترسره کړي.

د یادونې ده چې فیران ټوریس د مانچسټر سیټي لپاره په ۴۳ لوبو کې 1۶ ګولونه راوړي دي، دغه راز هغه د ملي لوبډلې هسپانیا په استازیتوب ۲۲ لوبو کې ۱۲ ګولونه وهلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx