افغانستان

امربالمعروف وزارت: هېڅوک د چا شخصي مبایلونه نشي پلټلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د د امر بالمعروف و نهی عن المنکر، جلب جذب او سمع شکایات وزارت وايي چې ټولو امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې د هېچا خصوصي حریم نقض نه کړي.

امربالمعروف ونهی عن المنکر وزارت په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي چې مبایل یوه شخصي وسیله ده او د بل چا موبایل کتل د شخصي حریم نقض دی.

یاد وزارت زیاته کړې چې هېڅوک حق نه لري د چا مبایل تلاشي کړي، جیبونه یې وګوري یا یې هم خصوصي حریم ته داخل شي.

امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزارت پر خلکو غږ کړی چې د دوی د شخصي حریم د نقض په صورت کې دې دوی یا هم نیږدې امنیتي حوزې یا ولسوالۍ ته شکایت وکړي:

« که د چا موبایل، کور، دوکان بې ځایه پلټل شوی وي، یا یې شخصي حریم نقض شوی وي تر ټولو نږدې امنیتي حوزې یا ولسوالۍ ته دې شکایت وکړي.»

یاد وزارت ویلي چې که امنیتي ځواکونو کې څوک د چا خصوصي حریم تکرار نقض کړي نو له امارت صف څخه به اخراج شي.

امربالمعروف ونهی عن المنکر د ټولنې د اصلاح لومړی شرط د ځان اصلاح بللې او په وینا یې  «اسلامي امارت د خپلو صفوفو او مجاهدینو اصلاح ته ژمن دی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

امر بالمعروف اصلی او اساسی کارونه پریښي بس یا د ښځو پر ضد مشکلات جوړوی یا د خلکو لپاره مزاحمت او مشکل پیدا کوی. هماغه د امارت لومړی دور دی په والله که هیڅ کوم مثبت تغیر پکی راغلی وی. ټولی خبری د ږیری، سر دی لوڅ دی، د ډمانو د موسیقی وسایل ورته مات کړه بس دا شو اسلام. خلک له لوږی تباه شول، ټول په تیښته دی تر څو پوری په مهاجرت کی ژوند؟ اکثر طالبان د خپلو د مشرانو له اعلامیو څخه خبر ندی، تر اوسه هیڅ یوه طالب ته پدی مورد جزا نده ورکړل شوی. حکومت… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

دافغانستان موجوده حکومته دالله وبیریږی پرقآنکریم عمل وکۍ وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا أَيَأْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ ﴿۸۰﴾سوره آل عمران معنی:اونه به هغه تاسوته حکم درکوی چه جوړی کړۍ فرښتی اونبیان پروردګاران،آیاحکم به کوی تاسوته دکفرپسله هغی نه چه تاسومسلمانان سوۍ. دغه دږیری دنه خریلوادښځی وکاراوتعلیم ته نه پریښوول تاسوله کمه کتابه جاری کړل حکم خوتنهادقرآنکریم چه په وحو نازل سوۍ دۍ منکریی کافردۍ داپرنامه دحدیث داجعلی دی اونه داسی کیدای سی چه رسول حکم جاری کی چه دابیا دالله شریک جوړیږی دالله وبیریږۍ پرقرانکریم عمل وکۍ پاماته پابل دقرآنکریم عالم ته موقع ورکۍ..  ۰)لِّكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا… نور لوستل »

طوطی

یار اڅکزی صیب: منم بالکل دی منمه. کور دی آباد زما د زړه خبری دی کړی. الله دی موفقه لره ګرچه کله، کله زما خبری درباندی بدی لګیږی. جزک الله.

طاهر ثابت

طالبان دقران او سنت تابع دی او دواړه دقران شریف دایت سره برابر دی. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً)، «سورة النساء: الآية 59» دپورتنی آیت مطلب دادی چه دالله او دهغه درسول اطاعت واجب دی. داختلاف په صورت کی په مسلمانو واجب ده چه دخدای ج او رسول ص وارشاداتو ته داختلاف خبره راجع کړی. په دی دامت اجماع سوی. رسول علیه السلام ویلی چه دده امت ضلالت ته نه ځی ترڅو په دوی کی قران… نور لوستل »

Karwan

اڅکزي د غرب په ديموکراسي مين او باور پري لري، ولوکه دغي ديموکراسي افغانسنان دا شل کاله دبدبختي سره مخ کړي وه! رازق او تادين اڅکزي خو يواځي په امريکا ايمان راوړي وه او داسلام او وطن ئي هيځ پروا نه لرله! عبدالواحد اڅکزي هم ددغو خلکو انډيوال دي او دمسلمانانو پسي ناوړه تبليغات کوي! ده ولي دطالبانو سره دوښمني شروع کړي! ځکه هغوي د ده سيکولر په طبيعت ندي برابر.
کاروان

طوطی

طالبانو ته: پدی خو یقین لری چی څومره بیګناه کسان به مو صرف د مبایل په خاطر وژلی وی؟ توبه وکاږی د خلکو له ځورونی لاس واخلی. اسلام د ږیری او پټکی پوری مه خلاصه کوی تر څو د الله پاک قهر ستاسو باندی ونشی.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx