افغانستان

د علومو اکاډمي په چوکاټ کې «د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز» مرکز ایجادیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): کابېنې هغه طرحه تایید کړه چې له مخې به یې د علومو اکاډمۍ په چوکاټ کې «د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز» په نوم یوه اداره ایجاد شي.

د چارو ادارې ویلي دي چې کابینې دغه پریکړه په خپلې وروستۍ غونډه کې کړې ده.

یادې ادارې لیکلي دي چې د تېرې ورځې په غونډه کې «د علوم اکاډمۍ په چوکاټ کې د (اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز) تر عنوان لاندې د ځانګړې ادارې د جوړولو طرحه د کابینې لخوا تایید شوه».

د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد په کچه لوړه علمي- تحقیقي مرجع ده چې د بشري علومو، طبیعي علومو او اسلامي علومو علمي-څېړنیزو چارو په برخه کې د رهبرۍ او سازماندهۍ مسئولیت پر غاړه لري.

اوسمهال د علومو اکاډمي په چوکاټ کې په ټولیزه توګه ۱۴ علمي مرکزونه، ۴۴ انستیتوتونه او ۸۴ دیپارتمنتونه وجود لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

د اقتصادى معاملاتو په راكره وركره كى د قاغذى دالرو په عوض د سره زر او سپين زر سكى د اعتبار ور وگرزوى او د افغانستان له هر معدن سخه خرسيدونكى شيانو په مقابل كى د قاغذى دالرو تقاضاء مكوى بلكه فقط د سرو زرو يا نورو اجناسو په عوض تبادله كرى نو هغه ورز به لرى نه وى چى امريكا په دنيا كى د اقتصاد په ميدان كى هم سخته فاحشه ماته وخورى او په نريوالو باندى د امريكا اقتصادى برلاسى به زوال سره مخ شى كه غوارى رختيا د هغوى له تحت تاثيره خلاص شى نو همدا يوازنى… نور لوستل »

محمد عبدالله

د سرو او سپينو زرو سكى رايجيدل به د امريكا اقتصادى برلاسى او ددالرو زور به داسى مات كرى سنگه چى دالر د افغانى او كلدارو يا د نورو قاغذى پيسو ملا ماتوى او د سپينو سرو زرو سكى رايجيدل به د امريكايى اقتصادى سودى نظام د بربادى پيلامه وى

محمد عبدالله

د مالى معاملاتو معيار او ددولت په بيت المال كى د دسروزرو سكى د راكرى وركرى نرخ او اصل وتاكل شى نه دا چى قاغذى روپى يا دالر معيار وى

طوطی

ښه خبر کور آباد.

طاهر ثابت

طالبان باید دتیر څلویښت کلن زیربینایی کار تقویه کړی. دمفتی عثمانی او نورو کتابونه ووایی او دعربو علماوو لکه قره داغی اونورو نخبه مفکرینو خبری ووایی. هغه چه مسلمان علما (دینی او اقتصادی) ندی توانیدلی هغه دروپو دقیمت ساتلو معیار دی چه نن سبا دبانکی فایدی په سر ټاکل کیږی. مالیزیا دسرو او سپینو ساتل او اسلامی دینار خبره کوله چه داسلامی پرمختیا بانک (آی ډی بی) یی هم لری مګر کامیاب نسول. ددنیا اقتصادی سیستم او اسلامی اقتصادی سیستم سمون ته اړه لری چه هغه لا تراوسه ندی سوی. هیله ده طالبان یی لیاره پیدا کړی. هغه نیمګړتیا چه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx