
سیاسي خبرې
حفيظ الدين پيرزاده
څو ورځې وړاندې د ځیگر متخصص ته ورغلی وم. ھغه راته میاشت، دوہ مخکې د ځیگر د بیشمارہ ټسټونو، معایناتو او نورو طبي څیړنو په رڼا کې یوہ دوا تجویز کړې وہ!
ډاکتر خوښ بریښید، راته ویل یې:
ستا د اوسنیو معایناتو څخه ښکاري دوا پورہ اثر کړی، تکلیف نژدې پنځوس سلنه را کم شوی! سرہ له دې چې د دې دوا منفي یا جانبي اثرات ډیر دي خو بیا ھم باید دوام ورکړې! زہ خپل ټیم ته وایم، بیا یې د خپل طبي ټیم کشرانو ډاکترانو او نور پرسونل ته مخ واړوہ، چې تاته د نورو معایناتو په اړہ لارښوونه وکړي او ما سرہ دوہ میاشتې پس د بیا لیدنې وخت درکړي!
ھغه زما د تکلیف په اړہ را ته وویل:
ستا ځیگر ستونزہ نه لري، اصلي مشکل ستا د ځیگر په دفاعي سستم کې دی!
ستا دفاعي سستم ھر بیروني یرغلگر ( میکروب، باکتریا، جراثیم ) پریږدي چې ستا ځیگر ته داخل شي!
کله کله خو لا ان د بیروني لاملونو سرہ یو ځای او یا پخپله د ځیگر په سالمو حجرو حمله کوي او تخریبوي یې!
د ځیگر د متخصص دې خبرې مې د تیر نظام د گډو ځواکونو او د کمپاین او صفري قواو لخوا د ولسي خلکو پر کورونو د چاپو او عملیاتو تصویر سترگو ته نیغ ودراوہ!!
ډاکتر ھمدا راز زما د ځیگر په اړہ نور مالومات راکول خو زہ “لکه بت په رڼو سترگو دم ختلی” ناست وم.
زما په سر کې ھماغسې د بمباردونو، حملو او وحشتونو ویډیو چلیدہ!
ما له ډاکتر او د ھغه له ټیم څخه مننه وکړہ، د ھغه د کتنځای څخه د خپل کور په تکل د اور گاډي د تمځای پر خوا روان شوم.
د افغانستان دفاعي سستم ( امنیت، پولیس، فوځ ) دندہ لري ھر بيروني لامل چې د ھیواد حریم ته د دین، دیموکراسۍ، ترقۍ، نړیوالې ورورولۍ، یا بل کوم ښه نوم لاندې د داخلیدو کوښښ کوي، نژدې را پرې نه ږدي!
دا ورته په عمل کې ثابته کړي، چې که د وطن حریم ته پر بدہ سترگه وگوري یا یې وژني یا ځان پر وژني!!!
دې کې دریم بدیل نشته!!
خو له بدہ مرغه نه د افغانستان دفاعي سستم او نه زما د ځیگر دفاعي سستم خپله ور سپارل شوې دندہ اجرا کړې!!!!
نو ځکه زما څخه زما د ځیگر د تکالیفو او د افغانستان د ستونزو تر منځ توپیر ورک شوی!
نه پوھیږم زما ځیگر افغانستان دی او که افغانستان زما ځیگر؟!!
زہ د ټرین سټیشن ته رسیدلی وم چې ورور مې زنگ وواھه!
د ھغه ھم دځیگر متخصص د ملاقات پایلې ته سودا وہ.
ما ورته وویل: دوا کافي مثبت اثر کړی، ډاکتر وایي باید ھمدې دوا ته دوام ورکړم.
ھغه وپوښتلم: نور یې څه ویل؟
ما ورته کړل: زہ اورگاډي ته خیژم او ھلته تیلفون انتن نه ورکوي. خو نور یې څه خاص و نه ویل؛ یواځې د افغانستان د رښتینې ستونزې په اړہ یې سیاسي مالومات راکړل!
تیلفون قطع شوی و، زہ د ټرین پر څوکۍ کیناستم او سترگې مې پټې کړې!
غوښتل مې د ریل گاډي د شور سرہ یو ځای د خپل سر شور ته غوږ شم!!!!!!!
حفیظ الدین پیرزادہ
د دسمبر ۲۷/ ۲۰۲۱ م
لندن
پیرزاده صاحب الله د روغ صحت درکری بیشکه د وطن درد او مینه آن د خپل ځان درد هم هیر کری .