
فضا او د کائناتو وُسعت/ اتلسمه برخه
سردار ناطق الحق (امین)
مریخ:
د شمسي منظومې څلورمه سیاره مریخ ده، چې د ځمکې او مشتري تر منځ موقعیت لري.
مریخ د لمر له کتلې څخه حدوداً دوه سوه اووه ویشت (۲۲۷۰۰۰۰۰۰) میلیونه کیلومتره لیرې تاویږي.
د مریخ یو کال د ځمکې د کال تخمیناً دوه برابره دی؛ یعنې مریخ په شپږ سوه اووه اتیا (۶۸۷) ورځو کې یو ځل د لمر پر شاوخوا ګرځي؛ همدا راز یې شپه او ورځ هم د ځمکې په تناسب- یو څه لوی دي.
یعنې ورځ یې څه باندې اووه دېرش دقیقې د ځمکې له ورځې څخه اوږده ده.
د مریخ محور هم د ځمکې محور ته ورته دی، یعنې څلرویشت درجې کوږ! چې همدغه زاویه اي میل یې د ځمکې په توګه (مګر یو څه اوږده) څلورو فصلونو رامنځته کوي.
د مریخ اتمسفر سور رنګی دی، چې د شپې له خوا لیدل کیږي هم.
دغه سیاره بیا دوې سپوږمۍ لري، حال دا چې د ځمکې سپوږمۍ یوازې یوه ده؛ چې په عربي کې قمر او په فارسي کې مهتاب ورته وایي.
د مریخ قُطر تخمیناً د ځمکې دویمه برخه جوړوي! یعنې قطر یې شپږ زره اووه سوه نیوي (۶۷۹۰) کیلومتره دی.
د مریخ سطحي مساحت یو سل څلورڅلوېښت میلویونه، اووه لکه آته نیوي زره او پنځه سوه (۱۴۴۷۹۸۵۰۰) کیلومتره ښوول شوی دی.
یاده سیاره هم د دریو نورو (عطارد، زهره او ځمکې) په توګه خاورینه او ډبرینه سطحه لري.
مریخ (د حجم په حساب) د ځمکې نیمایي برخه جوړوي.
دغه سیاره په ډېرو شیانو کې له ځمکې سره ورته والی لري، مګر هو! مریخ کافي اکسجن، روانې اوبه، ګیاه او د انسانانو، یا نورو حیواناتو لپاره غزائي مواد نه لري.
مریخ اتموسفير لري، اما نه د ځمکې په توګه! چې هم شین رنګ ولري، هم کافي اکسجن وي پکې او هم د سماوي اجرامو مخه و نیولای شي، یا دا چې منظم بادونه ولري؛ تر څو د بارانونو لامل وګرځي.
د مریخ هوا ډېره سړه ده! داسې چې: په ژمي کې منفي یو سل دريڅلوېښت (°۱۴۳-) درجې د سلسیوس/ سانتګراد ته راتیټیږي او په اوړي کې منفي دېرشو (°۳۰-) درجو ته ؛ چې په اوسطه اندازه د دغې سیارې دماء منفي دریشپېته (°۶۳-) درجې د سلسیوس اټکل شوې ده؛ ځکه خو هېڅکله هم د مریخ کنګل شوې اوبه نه بهیږي؛ یعنې مریخ اکسجن او اوبه دواړه لري؛ خو ستونزه دا ده چې: اکسجن یې کافي نه دی او اوبه یې د سړښت له امله- ګنګل/ منجمدې ولاړې دي.
د مریخ اتموسفير یوازې صفر اعشاریه پنځلس سلنه(% ۰.۱۴۶) اکسجن لري، پداسې حال کې چې حدوداً شپږنیوي (۹۶%) سلنه یوازې کاربون ډای اکساید دی پکې؛ ځکه خو انسان (پرته له فضائي جامو څخه) یوازې اتیا (۸۰) سانیې ژوندی پکې پاتې کېدلای شي.
د مریخ سطحي بڼه یو څه سور رنګې ده ، مګر اتمسفر یې د سوروالي تر څنګ، څه ناڅه شینوالی هم لري ، خو لایه یې ډېره نازکه ده، ځکه خو له انسانانو، حیواناتو او نباتاتو څخه له آسماني بلایاوو نه د دفاع توان نشته پکې.
فضائي شائقین اوس کوښښ کوي؛ چې مریخ ته بشري نسل واستوي، خو دوی وایي چې دغې سیارې ته فعلاً هم د تګ مصارف بیخي ډېر راځي او هم هلته ستونزې ډېرې دي؛ لکه د اکسجن، اوبو، خوراکي توکیو او د ژوند لپاره مناسبه توده فضا، د آسماني اجرامو پر وړاندې دفاعي سیستم لکه: د ځمکې اتمسفر او مقناطیسي میدان، یا داسې نور…
دوی اوس مریخ ته د انسان تګ او راتګ (په فضائي بېړۍ کې) دری کاله اټکل کړی او لګښت یې هم پنځلس میلیارده (۱۵۰۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالره ښوولی دی.
خو دوی ماته څه لېوني غوندې ځکه ښکاري؛ چې په ځمکه کې یې نو څه ګلونه کرلي؟ چې په مریخ کې به یې وکري؟!.
نور په بله برخه کې ان شاءالله