ورزش

د افغانستان او هالنډ ترمنځ ورکې سیالۍ، کرکټ بورډ تر دې دمه څه پلان لري؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده نږدې درې اونۍ وروسته د افغانستان او هالنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز ترسره شي.

د هالنډ پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو سیریز د راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام ته د لار موندنې په موخه ترسره کیږي، چې افغان لوبډله به یې په قطر کې کوربه توب وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ څو اونۍ وړاندې د ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي لانس کلوزنر او د توپ اچونې روزونکي شان ټيټ د تړون پای ته رسېدو وروسته د نوي روزونکي ټاکلو لپاره د غوښتنلیکونو جمع کولو اعلان کړی و چې تر اوسه یې هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان نن ټکی اسیا ته ویلي چې د راتلونکو سیالیو لپاره  کرکټ بورډ پر لوبډله جوړولو کار پېل کړی دی چې په راتلونکې نږدې کې به یې اعلان کړي او په قطر کې به د تمریناتو لپاره ولیږدول شي.

ښاغلی نصیب خان وایي چې د روزونکي دندې لپاره یو شمېر مشهورو روزونکو غوښتنلیکونه جمع کړي، خو دوی غواړي هر څه په دقت وڅاري او داسې تجربه لرونکي روزونکي وټاکي چې په راتلونکې موده کې لوبډلې لپاره غوره ثابت شي.

داسې اټکل کیږي چې د افغانستان او هالنډ ترمنځ د درې پنځوس اوریزو سیالیو سیریز د مالي او اقتصادي ستونزو له کبله ترسره نشي.

د کرکټ بورډ رسنیو پخوانی مدیر او کرکټ مبصر ابراهیم مومند نن ټکی اسیا ته په یوه استولي غږیز پیغام کې ویلي چې افغان کرکټ بورډ د یاد سیریز کوربه توب ترسره کولو لپاره له زرګونه ډالرو ته اړتیا لري، چې د هر ډول رسمي سپانسر په نه شتون او یو شمېر نورو مسایلو په شتون کې کرکټ بورډ له ستونزو سره مخ کېدلی شي.

ښاغلی مومند زیاتوي چې د کرکټ بورډ له لوري تر اوسه د لوبغاړو تمرینات نه دي پېل شوي خو په ا نفرادي توګه ممکن ځینې لوبغاړي کابل یا ننګرهار کې د خپل تکړښت لپاره په تمریناتو بوخت وي.

د افغانستان کرکټ بورډ چې د راتلونکو سیالیو لپاره یوازې ۳ اونۍ وخت لري، تراوسه د کرکټ لوبډلې لپاره مشر روزونکی او  د توپ اچونې روزونکی نه دی موندلی او نه یې په دې تړاو معلومات ورکړي دي.

ابراهیم مومند وایي چې کرکټ بورډ تر اوسه لوبډله نه ده اعلان کړې، نه یې لوبغاړي راټول کړي، نه هم د لوبډلې کوم تمرینات شته، نه په دې اړه کوم پلان ورکړل شوی او نه هم د لوبغاړو سفر په اړه څه ویل شوي دي، چې دا هر څه بشپړ پلان او ډیر وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان کرکټ لوبډلې یو شمېر سیالۍ په تېرو دوه کلونو کې د اداري فساد، کرونا او په افغانستان کې د نوي سیاسي تحولاتو رامنځته کېدلو وروسته لغوه یا وځنډول شوې چې تر دې دمه یې پر متبادل پلان کار نه دی شوی.

ټاکل شوې ده، د افغانستان او هالنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیریز چې د نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه ده د جنوري په ۲۱مه ۲۳مه او ۲۵مه نېټه د افغانستان په کوربه توب په قطر کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx