افغانستان

کندهار: د افغانستان اسلامي امارت زعیم په یوې لويې غونډې کې ګډون کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت زعیم مولوي هبة الله اخوندزاده نن په کندهار کې په یوه لویه غونډه کې ګډون کړی دی.

د کندهار ولایت مقام په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې شیخ هبة الله اخوندزاده نن د کندهار د ټولو ریاستونو د رئيسانو او مرستیالانو، د ټولو حوزو د آمرینو، د ټولو ولسوالیو د ولسوالانو او امنیه قومندانانو سره کتلي دي.

په دغه غونډه کې د اسلامي امارت زعیم وویل چې د دوی مبارزه په افغانستان کي د مسلمانانو د ازادېدو او په دې خاوره کي په بشپړه توګه د شرعي نظام د راتګ په موخه وه، او اوس چې اسلامي نظام حاکم شوی دی نو ټول باید ددې نظام د پرمختګ او ولس ته د هوسا ژوند برابرولو په موخه شپه او ورځ کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې ټول ملکي او نظامي ادارې دې د ده د عفوې احترام وکړي او د تېر نظام کارکوونکو ته دې د تېرو جرمونو سزا نه ورکوي.

شیخ هبة الله پر هغه افغانانو چې تازه له افغانستان څخه وځي غږ وکړ چې په افغانستان کې پاتې شي ځکه د افغانانو قدر و عزت په بل هېڅ ځای کې نشته دی،

هغه وویل چې مسوولین، علماء، قومي مشران، والیان او ولسوالان دې بهر ته تلونکي افغانانو ته قناعت ورکړي، چي په افغانستان کې پاتې شي او  دلته به یې عزت او قدر کیږي.

د اسلامي امارت زعیم  طالبانو ته وویل چې حاضره ټول افغانان موږ ته ګوري او تمه یې موږ ته ده، نو تاسو د دوی د امن وسیله وګرځئ، د دوی د عزت ساتنه وکړئ او په خپله مسئولیت مه غواړئ او مه یې طلب کوئ، که مشر درته مسئولیت وسپاره، نو د امر اطاعت یې وکړئ او هغه مسئولیت سرته ورسوئ.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان باید  د مشرتابه له لوري د مسئولیت ترسره کېدو په موخه ورکول شوي اصول، طرزالعملونه او لایحې په کلکه عملي کړي او هیڅ ډول خودسرانه کړنې  ترسره نه کړي.

هغه ټینګار وکړ  چې دده په ولس ډېره خوا بدیږي نو د امارت منسوبین دې ورسره  ظلم نه کوي، نه دې یې وهي ځکه د ظلم پایله بده ده.

شیخ هبة الله په خپلو سپارښتنو کې طالبانو ته وویل چې د عدالت لپاره په ګډه مبارزه وکړي او هرچاته خپل حق ورسوي،  په مسئولیت کي زورواکي ونه کړي، د انډیوالۍ دار او مدار ونه ساتي، د ژبې او قوم په اساس چاته دنده ورنکړي ؛ بلکې استعداد مطابق دنده ورکړي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې په خپلو منځونو کي پوره همږغي وساتي، خو د یو بل په کارونو کي دې مداخلې نه کوي او هم دې د خلکو امنیت ته دې شپه او ورځ متوجه اوسي او ګزمې او تلاشیو پر مهال دې خلکو ته مشکلات نه جوړوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم  تر دې مخکې هم د کندهار د ټولو ادارو له رئیسانو او د کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له مشهورو علماوو سره جلا ـ جلا لیدنې ترسره کړي دي، چي پر بېلابیلو موضوعاتو یې ورسره بحث او خبري کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالب جانه: په خبرو کچیری دا خلک سړی کیدل شل کاله مخکی به سړی شوی وو. عملی ګامونه واخلی چاته مو تر اوسه سزا ورکړی؟ تاسی چی خلکو ته دروغ وایی بیا زما اعصاب بالکل خرابیږی دا ځکه چی خپل منافقت په اثبات رسوی. د اردو افسران هر وخت وژل کیږی، ورک کیږی چا چی عفو اعلان کړې د هغه عفو د توت اهمیت هم نلری. خلکو ته دروغ مه وایی چی دروغ ستاسو ایمانونه له زوال سره مخامخ کوی.

نصرت

شیخ صاحب که کار سم غواری د حقانیان دی کنترول کری، د لورو زده کرو وزیر دی لیری کری، متقی دی د وزارت خارجه خخه ایستی کری زکه متسقیما د قریشی برنامه مخ ته وری، تول هغه کدرونه چی په تیر نظام کی خیانت نه دی کری پر لورو مقامو مقرر، په حکومت که تولو اقوامو ته ونده ورکری البته متخصص او متقی خلگو ته.

عبدالله مجید وردک

دا چی شیخ هبت الله اخند د ااا مشر شته او ویدیویی نشته ، د شبهی زای باید پرینگدی ، خوشحاله به شو چی تول افغان ملت او دنیا وال یی ووینی !

طوطی

وردک صیب: توبی وکاږه ځان مه ګنهګار کوه اصلا د مشر شیخ ویډیو اخیستل کیږی نه د هغه کرامات تر اوسه چا لیدلی ندی. یوه کس ورته مبایل مخامخ ونیوه چی د مشر شیخ ویډیو وکړی د هغه کس لاس ځای پر ځای وچ شو او بغاری یی وکړی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx