شعـــــرونه

غافل چې څوک له خوفه د الله شي مزه نکړي/ صديق/

عمر صديق

طالب او مجاهد چې بې تقوا شي مزه نکړي
غافل چې څوک له خوفه د الله شي مزه نکړي

طالب او مجاهده اخلاص جوړ د ځان معيار کړه
د رب هر عبادت چې په ريا سي مزه نکړي

رمز خو د فتحو په تکبير او په ذکرو کې ده
بې ذکره بې تکبيره چې غزا شي مزه نکړي

راز د کاميابۍ په اطاعت او مشوره کې ده
هر کار چې بس د مشر بې سلا شي مزه نکړي

شوقي چې ګوره نه شې د سمعت او د شهرت
اخته چې څوک په دغه يو وبا شي مزه نکړي

زمونږ هدف خو خاص د رب رضا حاصلول دي
د چاچې زړه کې بله يو سودا شي مزه نکړي

حيا کوه د بل عزت ته مه ګوره مسلمه
انسـان چې بې ادبه بې حیا شي مزه نکړي

ليږه د رب دربار ته تل د اوښکو سپين غمي ته
دا سترګې چې بې اوښــکو بې ژړا شي مزه نکړي

زړګيه ته به ی يار ګڼې خو يار به ياري نکړي
عمر صديقه يار چې بې وفا شي مزه نکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx