نظــر

نن یو ځل بیا د امیرالمؤمنین په مجلس کې

مفتي قدرت الله وصال

نن چهارشنبه د جمادی الاولی پنځه ویشتمه ۲۵ یو ځل بیا د حضرت امیرالمؤمنین په زیارت سره لوی رب جلاله مشرف کړم، دا په داسې حال کې چې د ولایت له خوا څخه غونډه رابلل سوې وه چې مشري یې خپله حضرت امیرالمؤمنین کوله، په غونډه کې د کندهار والي محترم حاجي وفا صیب، مرستیال والي او امنیه قومندان حاجي ملا عبدالغفار اخند په شمول ګڼ شمیر قومندانان او شاوخوا ټولو رئیسانو ګډون کړی و.

د غونډي پیلامه داسې ځلانده وه چې هیڅ د هېرېدو نه ده، د کندهار مرستیال والي لومړی راڅرګند سو چې ورپسې د کندهار والي او فاتح، د افغانستان د اسلامي امارت مشهوره څېره او د ملت اصیل بچی حاجي محمد یوسف وفا صیب د قافلې د رهبر په حیث راښکاره سو چې په قافله کې یې امیرالمؤمنین په لوړ شان او جلال سره بدرګه کاوه، امیرالمؤمنین له راڅرګندېدو سره سم د غونډي د ټولو ګډون والو سره کلک د مینې او محبت روغبړ وکړ، هر یوه ته یې خپله د ایمان او محبته ډکه سینه ورکړه، د روغبړ دا پړاو د مجلس خوند نور لا هم په دې زیات کړ چې ټول شرکاء په منظمه توګه په یو غټ صف کې ولاړ وه، چې په رأس کې یې شیخ عبدالبصیر صاحب او امنیه قمندان جناب ملا عبدالغفار آخند وه، د مینې او ښکلا دې پړاو ته په نظارې د خوښۍ هغه انګازې تر سترګو کېدې چې مخکې کله داسې نه وې تر سترګو سوي.

غونډي ته حضرت امیرالمؤمنین خپله ځانګړې او په زړه پورې وینا وکړه، غواړم تاسو ته یې په خپلو احساساتو برسیره راوړاندې کړم تر څو تاسو هم ددې خواږه او پرتمین مجلس څخه برخمن سئ!

حضرت امیرالمؤمنین په لومړي سر کې ټولو قومندانانو، رئیسانو او ټولو مسلمانانو ته ددې عظیمې فتحې مبارکي وویله او دعا یې وکړه چې کوم چا هم په دې عظیم مقاومت او سپیڅلي جهاد کې هر نوع قرباني ورکړې وي، الله تعالی دې په قبول حسن سره ترې قبوله کړي او کوم څوک چې شهیدان سوي دي الله رب العزت دې هغوی د احد په شهیدانو کې شمار کړي.

حضرت امیرالمؤمنین وفرمایل چې موږ جهاد د الهي فرمان ” والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا وإن الله لمع المحسنين” تر شعار لاندې شروع کړی و چې کافر به ماتیږي، مسلمان به کامرانه او سر لوړي کیږي او د حق کلمه به رابرسیره کیږي، نو دا د الله وعده وه او الله جل جلاله داسې راښکاره کړه چې د لسو یا دولسو ورځو په کمه موده کې یې د دنیا زبر ځواک هم په موږ مات ولیده او د هغوی په مټ ولاړ خلک هم، ځکه نو باید دا یقین وساتو چې د الله په وعدو کې تغیر نه راځي.

حضرت امیرالمؤمنین د جهاد مقاصدو ته په اشارې سره وویل چې جهاد د اسلامي نظام د قیام او استحکام لپاره وي او هدف دا وي چې عدل وغوړیږي او مظلوم د ځپلو څخه خلاص سي، چې دا هر څه په ړنګېدلې اداره کې نه وه، نو ای مجاهده! اوس هر څه الله پاک تاته په لاس درکړي دي، د ولایت څخه تر ولسوالۍ او ریاسته هر څه ستا په اختیار کې دي، اوس الله تا آزمویي چې ته خپلې کړې وعدې ته څومره ژمن یې؟ نو باید په دې امتحان کې ځان کامیابه کړې!

امیرالمؤمنین په ډېر وضاحت سره هغه بې ځایه شبهه رد کړه کومه چې مجاهدینو ته نن سبا د وسوسې په توګه رامخته کیږي، امیرالمؤمنین وفرمایل چې هیڅ کله مو باید دا په سوچ کې رانسي چې د جهاد خو ډېر ثوابونه وه او اوس ختم سوه؛ ځکه چې ستاسي هر عمل که قضاء وي، که تعلیم وي، که ریاست وي او که قومنداني او پیره، دا هر څه جهاد دی! دا په دې وجه چې د جهاد هدف همدا دی چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر په پراخه پیمانه وسي او دا ټول شیان د همدې لپاره تاسو کوئ چې منکرات ختم او معروفات رامنځ ته سي.

امیرالمؤمنین د اطاعت په اهمیت کې یوه جالبه نکته دا وویله چې اسلامي نظام او شریعت پلي کول په اطاعت پورې مربوط دي، که اطاعت وي نو اسلامي نظام به قائم او شریعت به پلی کيږي او که اطاعت نه وي نو هر څه به یوازې تش په نوم وي ځکه نو باید هر یو اطاعت ته په جدي توګه پاملرنه وکړي، د هرې ادارې رئیس په خپله اړونده اداره کې امیر او ماتحت یې مامورین او ددۀ اطاعت ورته ضروري دی! زموږ د فقه جزئیه ده چې امام یو چاته یو وظیفه ورکړي نو پر هغه یې اطاعت او په سمه توګه پرمخ وړل فرض عین دي، نو ددې فقهي اصول پر اساس هر چاته چې کومه وظیفه ور له غاړې شي هغه یې باید فرض عین وبولي او په ښه توګه یې اداء کړي. تاسو دا یاد وساتئ چې مسئولیت او وظیفه وفا نه لري، که یې وفا درلودای نو نن به تاسو پر دې څوکیو نه وای ناست، نو دا چې الله پاک تاسو ته د خدمت موقعه درکړې ده باید په کامل خلوص سره یې ترسره کړئ تر څو هم د خدای په حضور کې سرلوړي سئ او هم د بنده ګانو په مخ کې شرمنده نه سئ!

امیرالمؤمنین د بندیانو په هکله ټولو اړوند مسئولینو ته ځانګړي هدایات ورکړه، د بندیانو لپاره یې ځانګړې لایحه تصویب کړه او مسئولینو ته یې وسپارله چې پکې د بندیانو د روزني، تعلیم او بود و باش په اړه پوره پاملرنه سوې وه، امیرالمؤمنین په ډېر ټینګار سره وویل چې کوم څوک تاسو بند ته بیایاست نو دا سوچ کوئ چې دا زما خپل سکه ورور دی او د ورور د بندي کولو په وخت پر تاسو څه تیریږي هغه باید دلته مراعات کړئ! د بندي دوسیه باید محکمې ته وسپارل سي او محکمه یې باید هر څه وڅیړي، دا که زه خبر سوم چې د محکمې پرته کوم کار سوی یا په هدایاتو کې غفلت سوی دی نو سخت عکس العمل سره به بیا مخ سئ!

امیرالمؤمنین د خپل ځانګړي جرئت په اظهار سره وویل چې ما خپل وزیر خارجه ته وویل چې امریکایانو ته په وضاحت سره ووایه چې نور مو پر افغانستان خپل فضايي اشغال ختم کړئ!

ستاسو طیارو دلته ظلم او وحشت کړی دی! هر کله چې ستاسې طیارې راسي نو زموږ د ملت هر ماشوم د وحشت بوی محسوسوي، نو ځکه تاسو نور دا خپل وحشت ختم کړئ! کنه وي نو بیا به موږ خپل سخت عکس العمل ښکاره کوو او لکه څنګه چې تاسو زموږ د عکس العمل په وجه الله په افغانستان کي له ذلت او شکست سره مخ کړئ همداسې به مو د الله په نصرت په نړۍ کې هم ذلیله کړو!

امیرالمؤمنین په خپله وینا کې یوه ډیره مهمه او ځانګړې خبره دا وکړه چې ټوله دنیا دې موږ په رسمیت نه پیژني او تر قیامته دې موږ نه پیژني خو دا زما د خپل خدای او د خپل ملت سره وعده ده او تاسو یې ددې شاهدان چي زه به د شریعت تر یوه ادنی حکم هم نه سم ورته تیر! په دې خبره سره پر ګډون والو یو جلا کیفیت خپور شو، د ټولو احساسات راوپارېدل او د مکرافون څخه د تکبیر چیغه پورته شوه، د غونډې تالار د تکبیر په زمزمو وپړکېده، ګډونوالو د تکبیر له نعرو سره هم مهاله د “لبیک لبیک” صدا هم اوچته کړه او هرې قربانۍ ته یې ځان حاضر وباله! الحمدلله.

امیرالمؤمنین د آزادۍ او اسلامي نظام د نعمت په امتیاز وفرمایل چې د ځان او خپل محبوب ملت لپاره مې دا خوښه ده چې یوه ګوله ډوډۍ دې وي خو د آزادۍ او اسلامي نظام په سایه کې دې وي، غلامي او بې دیني مې نه ده خوښه که هر څومره په هوساینه کې وي.
دا ځکه چې مال و منصب زموږ مقصد نه دی، زموږ مقصد یوازې د الله شریعت دی! د ټولو ریاستونو او ټول پوځ لپاره ځانګړي معاشات په پام کې دي، نړۍ دې زموږ پیسې نه راایله کوي هیڅ خبره نه ده، زموږ کارساز لکه مخکې چې الله و اوس هم هغه الله لرو، هغه به له غیبو زموږ امداد کوي ان شاءالله.

په آخر کې امیرالمؤمنین درې داسې مختصرې خو ډیرې مهمې نکتې په ګوته کړې، لومړی دا چې د خپل مشر او امیر بدي په عامو مجلسونو کې بیانول جرم او لویه ګناه ده، که رښتیا هم په هغه کې یو خرابي وي نو حل یې اعلانول نه بلکه هغه ته په خفیه توګه ورښودل دي تر څو هغه خپله اصلاح وکړي.

دوهم دا چې د خلکو امنیت ته پوره توجه وکړئ! کوم خلک چې له هیواد څخه د باندي روان دي هغوی ته ډاډ ورکړئ چې په ظاهري نعرو مه خطا وزئ! دلته چې ستاسو کوم عزت دی هغه په نوره دنیا کې نسته.

دریم دا چې د امر بالمعروف او تعلیم وتربیې کار ته خپله هم متوجه سئ او نورو سره هم همکاري وکړئ! او په دې پاک صف کي انډیوالیزم ته ځای مه ورکوئ چې دا د شکست علامې دي.

د غونډي په جریان کې درې لمونځونه ګډونوالو اداء کړه، چي د ماسپښین او ماښام لمنځو ورکولو عظیم شرف یې رب ذوالجلال ما (قدرت الله وصال) ته رانصیب کړ، زه په دې خوښ یم او ویاړم چې الله په داسې مبارک محفل کې د شرکت توفیق راکړ او شکر اداء کوم چې د امامت فریضه یې هم په ما ترسره کړه، که د قیامت په ورځ د الله پاک په حضور کې ماته د یو عمل د احضار حکم وسي نو زه به همدومره ووایم چې یا الله! ستا په دې مقدسه بندګانو کې زه هم شریک وم.

الحمدلله

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

السلام عليکم ورحمة الله، يوه د خيرښېګڼې مشوره له دې ډول توصيف به درته دا ښه وي چې که لږ تر لږه د هر لمانځه پسې يوځلې د توبې اخر دوه اياتونه، يا لږ تر لږه درود شريف، يا حسبنا الله تعم الوکيل نعم المولی ونعم النصير يا سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم او داسې نور هم به درته دنيوي او هم اخروي دواړه ثواب وي. همداسې د بقرې لومړی درې اياتونه او وروستي دوه اياتونه، د آل عمران درې/څلور اياتونه 191-194 او همداسې د الحشر وروستي درې اياتونه 22-24 که ووايی، نو د دې ښېګڼه به درته ډېره… نور لوستل »

خوګياڼي

د افغانستان د خلکو په زهن کښې دغه سوال پیدا کيږى چي د افغانستان د اسلامي امارت مشر( اميرالمؤمنين )ژوندي او په کندهار کې دئ. نو بيا ولې هيواد والو ته په ژوندۍ بڼه د ملي تلویزیون د لارې بيانيه نه خپروي؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx