روغتیا

د اومیکرون ګواښ، حرمینو کې یو ځل بیا ټولنیز واټن مراعتول اړین شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): په حرمینو شریفینو کې د کووید-۱۹ ناروغۍ د اومیکرون بڼې خطر مخنیوي لپاره یو ځل بیا د ټولنیز واټن مراعتولو امر شوی دی.

د سعودي روغتیا وزارت چارواکو د وینا له مخې د اومیکرون له کبله په مسجد حرام او مسجد نبوي کې د خلکو ترمنځ د ټولنیز واټن پریکړه شوې ده.

چارواکي زیاتوي چې د لمونځ کونکو او عمره ادا کونکو ترمنځ به د ټولنیز واټن مراعتولو پریکړه سر له سبا پنجشنبې عملي شي.

دوی وایي چې د مسجد حرام په صحن کې د ټولنیز واټن ساتلو لپاره د پخوا په څیر پټې لګول کیږي او د طواف په ځای کې د نښو سټیکرونه لګولو کار پېل شوی دی.

دغه راز د سعودي د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټولنیز واټن سربېره به مسجد دننه پر لمونځ کونکو او زیارت کونکو د ماسک اغوستل هم لازمي ګرځول شوي دي.

ددې سربېره په ټولو خلاصو او بندو عامه ځایونو کې لکه ریستورانتونو او کافي خانو کې به هم ټولنیز واټن مراعات او د ماسک اغوستل پلي شي.

یاد وزارت وایي چې د هغو کسانو ترمنځ چې بشپړ واکسین یې نه دي تطبیق کړي د اومیکرون بڼې پېښې مخ پر زیاتېدو دي.

باید وویل شي چې د کرونا خپراوي په مخنیوي کې نږدې شاوخوا ۲۰ میاشتې په حرمینو شریفینو بېلا بېل محدودیتونه وضع شوي وو چې دوه میاشتې وړاندې پای ته ورسېدل خو اوس د اومیکرون بڼې زیاتوالي سره بیا دغه پریکړې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx