روغتیا

فرانسه او برتانیا کې د کرونا ریکاډ، تېره ورځ نږدې ۴۰۰ زره پېښې ثبت شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): په اروپایي هېوادونو کې د کرونا مثبتې پېښې په ریکاډي کچه مخ پر زیاتېدو دي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په فرانسه او برتانیا کې نږدې ۴۰۰ زره کسان په کووید-۱۹ اخته شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د فرانسې روغتیا وزیر اولیور ویران وایي چې په تېره یوه ورځ کې دغه هېواد د کووید-۱۹ ناروغۍ ۲۰۸ زره مثبتې قضیې ثبت کړي دي، دا په اروپایي هېوادونو کې ریکاډ کچه ښودل کیږي.

د نوموړي په وینا، په فرانسه کې د هر دوهم کس کرونا معاینات مثبت خیژي، خو روغتونونو کې وضعیت د اندېښنې وړ نه دی او د اومیکرون ناروغ بسترېدو ته ډیره اړتیا نه لري.

هغه زیاته کړه چې د ډیلټا په پرتله د اومیکرون خطر خورا کم دی او د روغتون کچه یې له ۲۰ تر ۲۵ سلنو د ډیلټا په پرتله ټيټه ده، په داسې حال کې چې د شپې تر شپې بسترېدل یې ۴۰ تر 45 سلنې ټيټ شوي دي، خو د انفلونزا ویروس زیاتوالی ممکن دغه خطر لوړ کړي.

برتانیا کې د دیسمبر له لومړۍ تر ۱۴مې د پي سي آر PCR معایناتو له مخې ۳۲۵ زره کسان په کرونا اخته شوي دي، چې ۵ ۶زره یې د اومیکرون او ۲۶۹ زره یې د ډیلټا بڼې دي.

بل لوري ته د برتانیا روغتیا مسئولین وایي چې په دغه هېواد کې تېرو څلورویشت ساعتونو کې له ۱۸۳زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي چې دغه هېواد کې به ورځنۍ توګه تر ټولو زیاته کچه ده.

ددې هېواد روغتیا مسئولین زیاتوي، د کووید-۱۹ څخه د مړینې کچه ټيټه ده چې تېره ورځ ۵۷ ناروغان مړه شوي، دا شمېره په تیرې یوې اونۍ کې ۱۴۰ تنه ده.

د کرونا اومیکرون بڼې له کبله په نړۍ کې د کووید-۱۹ پېښې په پراخه توګه مخ پر زیاتېدو دي چې امریکا یې په سر کې ده، خو په برتانیا، فرانسه او ایټالیا کې هم دغه قضیې زیاتې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx