ټولنیزه برخه

د ښې حکومتولۍ زرین اصل

حامد افغان

عمر بن الخطاب رضي الله عنه خلکو ته وویل:
که زه پر تاسو زما له پوهې سره سم تر ټولو ښه سړی امیر کړم، بیا امر هم ورته وکړم چې عدل به کوې، نو ایا ما خپل مسؤلیت ترسره کړ؟

هغوی وویل: بالکل! امیرالمؤمین، عمر رضي الله عنه وویل: نه، ما خپل مسؤلیت نه دی ترسره کړی، بلکې زه به د ده عمل هم څارم، چې زما خبره عملي کوي که نه؟! تاریخ دمشق لابن عساکر

نو یو په شخصي توګه ښه سړیتوب دی، بل په عامه توګه خلکو سره اړیکو کې ښه انسانیت دی او بل کوم دولتي ماموریت او مشرتوب کې ښه سړبتوب دی، له لومړیو دوو سره دریم لازمي نه دی، ځکه خو عمر رضي الله عنه وایي، چې زه کله ښه سړی امیر وټاکم، هغه ته د عدل او ښه چلند له امر سره باید د هغه عمل او کار هم وڅارم او دا د ښې حکومتولۍ غوره او زرین اصل دی.

حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx