افغانستان

پاکستان سره د مضاعفې ماليې د ورکړې د مخنیوي په څرنګوالي مذاکرات روان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د مالیې وزارت وايي چې یو څلور کسیزه پلاوي یې پاکستان ته سفر کړی څو د دغه هیواد له مسوولینو سره د مضاعفې ماليې (Double Taxation) د ورکړې د څرنګوالي او مخنیوي په تړاو بحث او خبرې وکړي.

یاد وزارت ویلي دي چې د دې پلاوي مشري د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د بررسۍ رئیس عصمت الله سلیمي کوي او  د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي، د عوایدو تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري او د مالیې وزارت سلاکار نجیب احمدزی په دغه پلاوي کې شامل دي.

ماليې وزارت وايي چې پاکستان د سفر اصلي موخه يې د مضاعفې مالیې د ورکړې د څرنګوالې او مخنیوي په تړاو بحث او خبرې کول دي.

د مضاعفې مالیې یا (Double Taxation ) د ورکړې په تړاو لومړۍ پړاو ناسته په ۲۰۱۶ کې ترسره شوی وه، چې په لومړي پړاو کې دواړه لوریو په یو شمېر مادو هوکړه کړې وه خو ځينې نورې مادې له بحثه هغه مهال پاتې وې.

پاکستان ته د  مالیې وزیر وروستي سفر پر مهال دواړو لوريو د مضاعفې مالیې د ورکړې پر مخنیوي هم بحثونه وکړل.

د مضاعفې ماليې د مخنیوي اړوند هوکړه لیک کې د دوه اړخیزه مالیو په ورکړه خبرې کېږي او هغه سوداګر چې هم په افغانستان او هم په پاکستان کې فعالیت لري، په دواړو هیوادونو کې مالیه کېدل د هوکړه لیک له موافقې وروسته به له دواړو هیوادونو په یوه هیواد کې مالیه ورڅخه اخیستل کېږي.

ماليې وزارت ویلي دي چې د مضاعفې مالیې ورکړې یا (Double Taxation  ) په تړاو باندې تر دې مخکي له متحده عربي اماراتو، ایران او ترکیې سره هم هیله بخښوونکي خبرې کړي دي.

ماليې وزارت هیله مندي ښودلې چې د مضاعفې ماليې اړوند هوکړه لیک به د مذاکراتو په دې پړاو کې بشپړ شي او له هغه وروسته د دواړو لوریو له خوا د پلې کېدو وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

او خلکو پام کوئ چې غلط مو نه کړي. هغوی شیطان هم غولولی دی. دا ډېر منافق خلک دي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx