افغانستان

پکتیا: د ولایت په مقام کې یو پولیس په بهرنیانو د ټوپک شپېلۍ ور واړوله

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۳): د پکتيا ولایت چارواکي وايي چې نن غرمه مهال د دې ولایت په مقام کې یوه پولیس د ایساف په عسکرو ډزې کړې دي.
د پکتیاولایت امنیه قومندان زلمی اوریاخېل پېښه مني او وايي چې دې پولیس نن د پکتیا دوالي جمعه خان همدرد په دفتر کې له امنیتي غونډې وروسته د ایساف په عسکرو د ټوپک شپېلۍ ور واړوله.
اوریا خېل دا نه دي ويلي چې د ایساف عسکرو ته څومره شمېر مرګ ـ ژوبله اوښتې ده، خو ويې ویل چې د ایساف عسکرو په ځوابي برید کې دغه پولیس شهید شوی دی.
دا په یوه ورځ کې دویمه پېښه ده چې افغانی عسکر په بهرنیو هغو د ټوپک شپېلۍ ور اړوي.
د پکتیا له دې پېښې سره جوخت په ورته وخت کې د کابل لویدیځ لوري ته د قرغې په سیمه د افغان پوځیانوپه روزنځي کې يو افغان عسکر څلور امریکايي پوځیان ځای پرځای ووژل.
ورته پېښې تر دې وړاندې هم تکرار شوي دي چې ډېر کله يې مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی او ويلي يې دي چې دا ددوی نفوذي کسان دي. مګر د نننیو دوو پېښو په اړه تر اوسه پور طالبانو څه نه دي ويلي.

ویل کېږي چې د افغان او بهرنیو عسکرو تر منځ بې باوري د پخوا پر پرتله لا ډېره شوې ده، چې علت يې همدا بریدونه ښوودل شوي دي. د ځینو هغو افغان عسکرو له قوله چې بهرنیان روزنه ورکوي وايي چې دوی د نښې په ویشتو کې په کاغذ داسې انسان ورته  رسم کړي چې اوږده ږېره او لونګۍ ولري او د بهرنیانو له خوا ورته ویل کېږي چې تاسې باید له هرې مرمۍ سره داسې وګڼئ چې یو طالب مو وویشت.

که څه هم بهرني روزونکي هڅه کوي چې افغان عسکر له فکري اړخه هم د ځانو په څېر وروزي ولې بیا هم پورته پېښې تکرارېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x