ټکنالوژي

د شیاومي شرکت نوی موبایل، پنځلس دقیقو کې ۱۰۰ سلنه چارجیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ مرغومی، ۱۴۰۰ل): شیاومي شرکت د ۲۰۲۲م کال پېل په یوه داسې موبایل سره کوي چې سل سلنه بیترۍ یې یوازې په پنځلس دقیقو کې چارجېدلی شي.

د ځيرک موبایلونو په نني عصر کې د موبایل او انترنیت پراخ استعمال ددې لامل شوی چې خلک د موبایل چارجولو ته تر ډیر څه زیاته اړتیا لري.

په همدې تړاو شیاومي چینایي شرکت «شیاومي ۱۱ آی» موبایل وړاندې کوي چې د ۱۲۰ چټک چارجولو ملاتړ لري او ۱۰۰ سلنه بیترۍ یوازې په پنځلسو دقیقو کې چارجولی شي.

دغه موبایل کې د میدیاتیک شرکت ډیمینسټي ۹۲۰ پراسیسر په مرسته د پنځم نسل فایف جي ټکنالوژي هم ورکړل شوې ده.

د شیاومي نړیوال مرستیال هندی مشر «مانو کمار جین» په خپله ټویټر پاټه تایید کړې چې شیاومي ۱۱ آی د میدیاتیک پراسیسر سره د لوړ چارجر ځانګړتیا ورکړل شوې ده.

https://twitter.com/manukumarjain/status/1476098801513340932?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1476098801513340932%7Ctwgr%5E%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Fwww.dawnnews.tv%2Fnews%2F1174770

هغه زیاته کړې چې یاد موبایل به د ۲۰۲۲م کال جنوري میاشتې په شپږمه نېټه د نړیوالو ترمځ وړاندې شي او د لوړ چارجینګ انقلاب په واسطه به تاسې ته درورسیږي.

شیاومي شرکت که څه هم د یاد موبایل د ځانګړتیاو په اړه ډیر څه نه دي خپاره کړي، خو د موبایلونو ځانګړتیاو خپرولو ویب سایټ gsmsrena وایي دغه موبایل به د ۱۰۸ میګا پېکسله منځنی کامره ولري، د ۸ میګا پېکسلو پراخې زاویې او د ۲ میګا پېکسلو ټیلي فوټو دوه کامرې نورې لري.

د شیاومي په وینا په یاد موبایل کې به د میګا پېکسلو سیلفي کامره وي، دغه راز به موبایل یو شمېر نورې ځانګړتیاوې هم له ځان سره ولري. چې څو ورځې وروسته به یې بشپړ معلومات څرګند شي.

د معلوماتو له مخې دغه موبایل به ۶ یا ۸ جي بي ریم سره ۱۲۸ او ۲۶جي بي حافظه ولري، او د ۴۵۰۰ ملي امپیره بیترۍ څخه برخمن وي، تراوسه ددې موبایل بیه نه ده محدوده شوې.

شیاومي شرکت له دې وړاندې د ۲۰۲۱ په وروستیو کې د نوي فلیګ شیپ سیریز «شیاومي ۱۲» درې موبایلونو سره کړی چې لومړی به چین او بیا به نورې نړۍ کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx