افغانستان

کابینې برښنا شرکت مؤظف کړی چې د مقروضینو جایدادونو د خرڅ او کرایه ورکولو لپاره طرحه جوړه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغان حکومت ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي چې د برښنا شرکت د قرضدارانو د جایدادونو د پلورولو او کرایه ورکولو لپاره د برښنا شرکت طرحه جوړوي.

ښاغلي سمنګاني ویلی دي چې کابینې په خپلې وروستۍ غونډه کې د افغانستان برښنا شرکت مؤظف کړ چې د مقروضینو د جایدادونو د پلور او کرایه ورکولو لپاره دې طرحه جوړ کړي.

کابینې پریکړه وکړه چې د برښنا شرکت مؤظف دی چې د هغه سیاستوالو، زومندانو او پخوانیو چارواکو چې د برښنا شرکت د خبرتیاو باوجود یې خپل بیلونه نه دي تحویل کړي، له دوی څخه د قرضونو د تر لاسه کولو دې طرحه جوړه او کابینې ته وړاندې کړي.‎

د یادونې وړ ده چې د افغانستان برشنا شرکت د یوې اوږدې مودې راهیسې د تېر رژیم پر مهال د لوړ پوړو چارواکو، سیاستوالو او زورواکانو لستونه خپروي چې د دغه شرکت میلیونونه افغانۍ قرضدار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

دا خو ډېر ښه او معقول کار دی چې د دغو مفسدینو جایدادونه خرڅ او د بیت المال پېسې ترېنه حاصلې شي. بله ډېره مهمه خبره داده چې که څوک په دې هکله مرسته کولای شي دا به هم د هېواد او بیت المال په لویه ګټه تمام شي. خبره داده چې په پخواني حکومت کې د صنفي اتحادیو(د دولت د کارمندانو اتحادیه) رئیس د اتحادیې ۱۱میلیونه نغد ډالر او تر ۱۵۰ پورې اپارتمانونه یې په ناقانونه توګه خرڅ او حیف او میل کړي. په دې لوی فساد کې د پخواني پارلمان غړي الله ګل مجاهد، عبیدالله بارکزی، حاجي الماس… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx