تاریخي پيښي

د پنجاب سیکانو به د مالیو له ورکړې ولې بار بار انکار کاوه؟

احمد ظاهر وحدت – خوست

دا مطلب به پدې لنډه تاریخي لیکنه کې تاسو درنو لوستونکو ته واضح کړم!
په کال ۱۷۴۸م کې د پنجاب لپاره میرمنو د هند د هغه مهال د حاکمیت یو کېنول شوی والي و، چې بیا وروسته کله ستر احمدشاه بابا پنجاب ايل کړ، نوموړي د احمدشاه بابا له حاکمیته بشپړه پیروي پیل کړه او د مرکزي حکومته به یې تام اطاعت کاوه، مالیې به یې رالېږلې او له مرکزه به یې اړوند احکام اخيستل، یو ځل یې د مالیاتو له ورکړې انکار وکړ، خو ژر په سد کړل شو، کله چې میرمنو پۀ ۱۷۵۳م کال کې مړ شو، ددۀ نابالغه زوی محمد امین د پنجاب د والي په توګه مقرر کړل شو، خو اداري او سیاسي کارونه به یې ددۀ مور بېګم مغلانۍ (چې د میرمنو مېرمن وه) پر مخ وړل، هغې هم د احمدشاه بابا له مرکزي حاکمیته بشپړ متابعت کاوه، بیا وروسته په هند حاکم نظام نوموړې بندي کړه، پر ځای یې ادینه بېګ وګمارل شو، یو ځل بیا مالیات قطع او پرې کړل شول، خو احمدشاه بابا ډېر ژر د هند د حاکمیت غوږونه ور تاو کړل، بیا یې د پخوا په څېر د مالیاتو ورکړه پیل کړه، په پنجاب کې څو ځله د سیکانو پاڅونونه وشول خو په شدت به ځپل کېدل، کله چې د احمدشاه بابا زوی تمیورشاه د پلار له مړینې وروسته په کال ۱۷۷۳م کې واک تر لاسه کړ، سم د لاسه یې د خپل ناسکه ورور شهزاده سلیمان خسر او د احمدشاه بابا د مهال صدراعظم شاه ولي خان وواژه. رنجیت سنګ چې د احمدشاه بابا د عمر په ورستیو کې د پنجاب حاکم و او په خټه سیک و، پوه شو چې په مرکز کې د واک پر سر بزکشۍ زور اخېستی، مرکز ته یې د مالیې له ورکړې انکار وکړ، کله چې تیمور شاه وفات شو، ددۀ د زامنو تر منځ د واک پر سر سختي سیالۍ زور واخېست هر یوۀ به هڅه کوله واک تر لاسه کړي؛ ځکه د دوی پلار تیمور شاه له خپلو خپلوانو کوم مشخص ځای ناستی نۀ و ټاکلی.

بالاخره شاه زمان د درباري جرګې په ترڅ کې چې نسبتاً د خپلو وروڼو په منځ کې یو ذکي او هوښیار کس ؤ په کال ۱۷۹۳م کې واک ته تر لاسه کړ، نوموړی چې کله واک ته ورسید، دده د دوو مېرنيو وروڼو هر یو محمود او همایون لخوا د کلک مخالفت سره مخ شو، د مخالفتونو دا انګېزه، شاه زمان پۀ دربار کې له مېشت وزیر سردار پاینده محمد خانه ګڼله، نوموړی یې له وزارته ګوښه او د سیاسي توطیې په طرح او جوړولو یې محکوم او وروسته اعدام کړ، محمود او همایون ایران ته وتښتیدل، شاه محمود خلاص او همایون په لاره کې د شاه زمان ملګرو ونیو، بندي شو او بالاخره د شاه زمان په امر ړوند کړل شو.

وزیر فتح خان د سردار پاینده محمدخان زوی ؤ د محمود سره یو ځای شو، محمود د ایران د قاجاري قواوو او په کور دننه د وزیر فتح خان د نفوذ په مټ خراسان او هرات ونیول، همدا د دوو مهمو سیمو نیول ددې باعث شول چې آن تر غزني پورې نوري سیمې هم لاندې کړي، شاه زمان وډار شو د پېښور په نیت یې کابل خوشی او وتښتید، کابل شاه محمود ونیو، باچاهي یې اعلان کړه، شاه زمان په لاره کې د ملا عاشق شینواري له لوري بندي او شاه محمود ته وسپارل شو، محمود د خپل ورور همایون غچ ترې واخېست، اول یې ړوند بیا یې بندي کړ، رنجیت سېنګ چې پوهه شو، په مرکز کې یې لا هم د واک پر سر ناندرۍ او حتی جنګونه او مرګونه کیږي، برسېره پر دې چې لا یې پخوا د مالیې له ورکړې انکار کړی ؤ، دا ځل یې یو قدم نور هم مخکې کېښود او د پنجاب د تجزیې غږ یې پورته کړ، په ډاګه یې اعلان کړه چې له ننه وروسته به نور موږ د شاه محمود او وزیر فتح خان چې پر کابل واکمن دي او د مرکزي دولت چارې سمبالوي، متابعت ونۀ کړو. لکه مخکې مو چې یادونه وکړه د تیمورشاه یوه تېروتنه دا وه چې ځای ناستی یې نه ؤ ټاکلی، بناً د زامنو تر منځ یې د واک پر سر اخ و ډب پیل شو، په اخیر کې شاه زمان واک تر لاسه کړ، لکه څه ډول چې دده دوه ناسکه وروڼه هر یو شاه محمود ایران ته فرار وکړ او همایون ړوند او بندی کړل شو، دده خپل سکه ورور شاه شجاع دده له ډاره لاهور ته وتښتید او هلته د انګلیسانو او سیکانو سره یو ځای شو، شاه شجاع د انګریزانو او سېکانو تر معنوی غلامۍ او تربیې لاندې ونیول شو، تر څو یې په راتلونکې کې د ځان په ګټه وکاروي، بالاخره سېکانو او انګلیسانو نوموړی د شاه محمود په ضد پاڅونونو ته وهڅاوه او عام خلک چې د شاه محمود له بې کفایتئ په تنګ شوي ؤ د شاه شجاع تر څنګ ودریدل، شاه شجاع په کال ۱۸۰۴م کې واک ته ورسید، ملا عاشق شینواری یې اول بندی او بیا اعدام کړ، نوموړي هڅه وکړه چې وزیر فتح خان او وروڼه یې خوښ او راضي کړی، تر څو له شاه محموده بیا ځلې بې غمه شي، خو وزیر فتح خان تل خپل ځان لید او د بل چا په قصه کې نۀ و، نوموړی پوهیده چې شاه زمان او دده ورور شاه شجاع زما د پلار قاتلین دي!

وزیر فتح خان او وروڼه یې نۀ یوازې په حکومت کې نازېده بلکه دومره له صلاحیته برخمن ؤ چې بندي شاه محمود له زندانه پټ خوشی او حتی جګړو ته یې وهڅوي، له زندانه تازه خوشي شوي محمود خپل خواخوږی او د شاه شجاع د واک مرور او مخالفین د شاه شجاع پر ضد منسجم او وزیر فتح خان له داخله پر شاه شجاع بریدونه پیل کړل، شاه شجاع بالاخره ماتې وخوړه او محمود بیا په کال ۱۸۰۹م کې واک تر لاسه کړ!
• دا ځل محمود د یوۀ بل ستر امتحان سره مخ شو او هغه د هېواد په ختیځ کې د پېښور خواته د لاهوري سیک مشر رنجیت سینګ د قواوو پرمختګونه او په جلال آباد کې د شاه شجاع د قواوو را غونډیدل ؤ. له بلې خوا په کور دننه هم وزیر فتح خان په لوړو مهمو دولتی چوکیو خپل وروڼه مقرر کړل، دې چارې د کندهار د حاکم شهزاده کامران چې د شاه محمود زوی ؤ کرکه را وپاروله. محمود په عیاشیو بوخت ؤ د باچاهۍ یوازې دوه سیمې کندهار او کابل یې تر ولکې لاندې وې، په ختیځ کې د شاه شجاع او سیکانو عسکري سوقیات او په کور دننه د وزیر فتح او وروڼو یې پر دولتي مهمو کرسیو تسلط او له بلې خوا له وزیر فتح خانه د کامران ویره هغه عوامل ؤ چې ایران د غوراتو سیمه ونیوله، په هرات کې د هرات واکمن فیروز الدین چې د شاه محمود سکه ورور او د کامران ترۀ ؤ له مرکزه نظامي مرسته وغوښتله، په ځواب کې یې وزیر فتح خان ۳۰۰۰۰ زره افغان ځواکونه سیمې ته ولېږل، غورات یې بیرته له ایرانیانو ونیول، خو وزیر فتح خان فیروز الدین له واکه لیرې او کندهار ته تبعید کړ، په لاره کې د وزیر فتح خان د ورور دوست محمدخان د کسانو له لوري دی او ملګري یې لوټ او سپک کړل شول، کله چې شاه محمود د ورور سره د دوست محمد خان له لوري له بد چلنده خبر شو، خپل زوی شهزاده کامران ته یې توصیه وکړه چې دوست محمد خان ونیسي، دوست محمد خان وتښتید خو کامران وزیر فتح خان ونیو او ړوند یې کړ، نوموړی یې کابل ته راوست او بندي یې کړ؛ د وزیر فتح خان وروڼو په غبرګون کې د حکومت پر ضد جګړه پیل کړه، شاه محمود هڅه وکړه چې وزیر فتح خان راضي کړي او خپل وروڼه له جګړو ودروي، خو بریالی نه شو، بالاخره شاه محمود وزیر فتح خان وواژه.

• محمود او شهزاده کامران هرات ته پناه یوړه، هلته یې جلا حکومت جوړ کړ، کابل د وزیر فتح خان، شاه شجاع او شاه محمود او کامران د سیالیو پر تود میدان واوښت!

• د هېواد ختیځې سیمې لکه پېښور، دیره اسمعیل خان او دیره غازي خان تیار او چمتو په کمین کې ناستو سیکانو ونیولې!

• اوس تاسو فکر وکړئ، اول سیکانو د مالیو له ورکړې انکار وکړ، بیا یې لاهور زموږ له جغرافیې جدا کړ او په درېیم قدم کې یې زموږ د خاورې یوه بله سیمه پېښور قبضه کړ. ددې ټولو علت دا ؤ او دی چې زموږ سیاسیون چې کله هم واک ته رسیدلي دي، خپل فکری مخالف یې یا وژلی او یا یې دې ته اړ ایستلی چې دښمن ته پناه یوسي؛ دښمن بیا د خپل دښمن د له منځه وړلو لپاره هره وسیله کاروي او هغه څه حتماً کوي چې په وس او قدرت کې یې وي!

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

وحدت صاحب کور دې ودان ښکلي مالومات دې راکړل امید ده چې راتلونکي کې هم لا نور زیات څه دتاریخ درنه واورو والسلام

عبدالله مجید وردک

مننه د لیکنی مو!
او د شرم پزه سیاسیون د پشتنو وو !

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx