نظــر

هغوی چې اوس یې په مصاحبو جبیره کوي

خالق یار احمدزی

له بي بي سي سره د اشرف غني د تیښتې او ناکامي لومړنۍ مرکه خپره شوه ،چې د یادې رسنۍ له آدرسه د بریتانیا تر ټولو جګپوړي مشر یې د کوربتوب چارې مخته وړلې.

دا چې یادې مصاحبې څه له ځانه سره درلودل او ولې اوس خپره شوه، په هکله به یې څو کرښو کې خپل نظریات درسره شریک کړم.

۱_دغې مرکې جوته کړه ،چې په پردیو اتکاء تل د ناکامیو پر مسیر خلک سوق کوي؛ اشرف غني دومره په پردیو متکي وه ،چې حتیٰ په لسو ورځو کې یې له ټول پراخ هوایي او ځمکني ځواک سره سره د واکمني ټغر ټول شو.

که څه هم هغه څوکاله وړاندې ویلي وه چې د امریکا له وتلو وروسته یې ښایي پوځ تر شپږو میاشتو مقاومت وشي کړای ؛ خو داسې ونه شو ، بلکې د سقوط دا مرحله دومره ګړندۍ وه چې نړۍ کې یې د سقوط شویو نظامونو په سریزه کې ځای ونیووه.

۲_ مرکه څرګندوي چې اشرف غني ترپایه د تربګنۍ او دښمنۍ په هڅه کې وه او لا د افغانانو ترمنځ جګړې ته تږی وه ؛خو په ناڅاپي توګه پرې توره شپه شوه او د وتلو پر ځای ایستلو ته مجبور شو او بهرنیو ملاتړو یې په دومره ګړنديتوب سره وایسته ،چې هیڅوک پوی نه شول چې ولې او کوم لوري ته یې بیایي.

نوموړی آن د ۵زره بندیانو په خوشي کیدو لا هم له دې کبله خفه دی،چې ګواکې په یادو بندیانو کې ۲۰تنه لویدیځو هیوادونو ته قاچاقبران او د فرانسوي او استرالیایي سرتیرو وژونکي خوشي شول ،هغوی چې خوشې کیدو ته یې لویه جرګه هم راوبلل شوه ،خو دی بیا هم پرې خوښ نه وه چې خوشي شي ځکه ښایي نړیوال امنیت ته ستونزې جوړې کړي.

۳_نوموړی په چالاکي سره هڅه کوي څو ځان وطنپال وښیي او ددې لپاره وایي چې ګواکې د طالبانو دوه ډلې پر کابل ورتلونکې وې،چې ښایي د خپلمنځي جګړو له کبله یې کابل وران شوی وای ،نو ځکه ووت ؛ په داسې حال کې چې کرزي په خپله مرکه په صراحت سره ویلي چې طالبانو نه غوښتل کابل ته په زور ننوځي،بلکې د قدرت د خلاء له کبله ،هغه ترې وغوښتل څو پلازمینې ته داخل شي؛همدا راز د طالبانو پر یوه قیادت او واحدمنسجم خوځښت اشرف غني پخوا هم اعتراف کړی وه؛هغه څه چې د نوموړي تازه خبرې یا د تیر ایستنې او یا هم دهغه د کمزورې حافظې غمازي کوي .

غني دغه راز داهم وایي چې ګواکې نه یې غوښتل څو د جبر اعلامیه ورکړي یا هم ترې څوک استنطاق وکړي،نو ځکه ووت؛ خو وتل بیا د خپلې خوښې نه بولي او وایي چې حتا د څپلیو پښو کیدو وخت هم ورنکړل شو؛چې دواړه خبرې یې څرګند تناقض لري.

۴_ اشرف غني وایی چې دده ټول آرمانونه نیمګړي پاتې شول ؛ آیا د اشرف غني له ټولې دورې څخه (چې ده پکې یواځې د ۴۵زرو افغان عسکرو وژل کیدل منلي)؛ له مرګونو،توندو جګړو،سوله ضد کړنو بې حیایي او بې بندوباري پرته نور څه موندلای شو او د خیالي پروژو له افتتاح بیا تر خیالي ژمنو؛ کومه یوه یې پوره شوه؟

۵_ نوموړی په خورا وقاحت سره له مالي فساد او د پیسو له تښتولو انکار کوي،په داسې حال کې چې د پروموټ له پروژې نیولې ،بیا د ۹۰ او ۹۱ تر کوډونو یې ،له ګمرکاتو،دولتي عوایدو،مالیاتي سیستمونو، بهرنیو مرستو، او آن د کریډیټ له لس محصول پورې ،له مختلفو آدرسونو په پراخه پیمانه پیسې دده ټیم په بډه ووهلې او ددې ټولو اسناد وخت پر خت د هیواد له معتبرو رسنیو خپاره شول او تر ټولو جالبه یې دا چې څو ورځې وړاندې په نړیواله کچه هم ، د دوهم مفسد په نوم ونومول شو.

۶_هغه دغه راز وایي چې ملت یې تر پایه په خیټه موړ ساتلی او دا یې پر افغانانو یو احسان هم بللی ،په داسې حال کې چې داهم وایي چې د زرګونو عسکرو د څومیاشتو معاشات یې نه وه ورکړي ،دغه راز د فقر کچه دده د واکمني له پیل شروع بیا یې ترپایه دومره ریښې وکړې چې د بې وزله افغانانو شمیر نږدې ۳۰میلیونو ته لوړ شو.

۷_له اشرف غني سره دا مرکه د بریتانیا جګپوړي مشر “نیکي کارټر” کړې او دا جوتوي چې لویدیځوال لاهم له لوړ ستیج نه د غني د برأت لپاره کمپایني سوژې برابروي ؛تر څو خپله دغه ترزیق شوې څیره یوځل بیا پر افغانانو ومني .

۸_ افغانستان که څه هم له نړیوالو فشارونو سره مخ دی ،خو د نوي مشرتابه قوي هوډ یې دا جوتوي چې هیواد به بیرته په خپلو پښو دریږي؛ نو له همدې کبله لویدیځوال غواړي په افغانستان کې له خپلو پخوانیونصب شویو څیرو سره مرکې زیاتې کړي ،څو هم افغانانو ته د خپلو ورکړل شویو مرستو احسان ور په یاد کړي او هم تیرې شل کلنې جګړې د افغانانو خپلمنځي مشکل وبولي،چې په دې توګه هم ځان له قضیې مبراء ثابت کړي او هم یې راتلونکي ته د خپل ځان لپاره لابي ترسره کړې وي.

۹_ اشرف غني ګیلمن دی چې ګواکې امریکایي چارواکو یې لیکونو ته ځواب ورنکړ، په داسې حال کې چې نیویارک ټایمز د هغه لیک محتوا ،چې ده ټرمپ ته لیږلی وه ،همغه مهال نشر کړ ،چې په کې یې د مصارفو د کموالي په ژمنه ورکولو سره د امریکایي ځواکونو اوږدمهال شتون غوښتی وه ؛ هغه غوښتنه چې له کبله یې د جګړې اور تازه کیده ،د افغانانو د وژنې ترڅنګ د پراخې ورانۍ لامل کیده ،خو د ده په مشرۍ ټامیان به ښه خوښ او خوشاله وه.

۱۰_ اشرف غني وایي چې دده پرمهال د علماؤ مختلفې غونډې د طالبانو د جګړې پرضد دایرې شوې ،که څه هم پخواني امریکایي جنرال “نیکولسن” کانګریس ته په وینا کې دا خپل ابتکار او طرحه وبلله ؛ خو نوموړی یې د سولې دلپاره د ښې هڅې په توګه یادوي؛ چې که منل شوې وای،نو جمهوریت به یې سقوط نه کاوو.

د اشرف غني له مرکې څخه نورې ډیرې خبرې هم جوتیږي ،چې بل وخت بیا یې بیا په اړه تبصره وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx