نظــر

طبيعي سرچينې او د پر ځان بسيا افغانستان هيلې

ابوالیاس هېوادوال

طبيعي سرچينې هغه دي چې د الله په حکم او له بشري مداخلې پرته په ځمکه کې موجودې وي او که په سمه توګه ورڅخه استفاده وشي، د هېوادونو د اقتصادي ودې او پايښت وړ پرمختيا لامل کېږي.

د چاپېريال ساتنې کارپوهانو طبيعي سرچينې په دوو برخو وېشلي چې له تجديد وړ او نه تجديد وړ هغو څخه عبارت دي.

نه تجديد وړ طبيعي سرچينې:
هغه دي چې که هر څومره زياتې وي، خو که چېرې ورڅخه استفاده وشي، د وخت په تېريدو سره راکمېږي او له منځه ځي، لکه د نفت او ګازو کانونه او داسې نور…

د تجدید وړ طبيعي سرچينې:
هغو سرچينو ته ويل کیږي چې په طبيعت کې موجودې وي خو که چېرې ورڅخه سمه او اغېزناکه استفاده وشي، هيڅکله هم نه ختمېږي. لکه اوبه، ځمکه، هوا، ځنګلونه او داسې نور.

افغانستان د بډياوو طبيعي سرچينو لروونکی هېواد دی چې تر ټولو مهمې هغه يې قيمتي ډبرو فلزات، طبيعي ګاز، نفت، ۷۵ ميليارده متره مکعبه اوبه، ۱.۳ ميليون هکتاره ځنګلونه، ۵۰ ډوله مرغان، ۱۲۰ ډوله وحشي ژوي، د بېلابېلو درجو حرارت لروونکې ۹ مياشتنۍ د لمر انرژي، ۳۰ ميليون هکټاره څړځایونه او له واورې ډک غرونه دي.

همدارنګه په دغه هېواد کې تر دې دمه ۲۸۶ د فلزاتو کانونه، په شمال کې ۵ ګاز لروونکې ساحې، تېل، د ۱۰۸ ميليون ټنو په وړتيا د حاجي ګک د اوسپنې کان، په څلورو سيمو کې د سرو زرو کانونه، د حصارک کرومايټ، د سکرو ډبرو يوولس کانونه چې ۵ يې په عملي توګه کيندل کېږي، د بدخشان د سرسنګ، ۱۲ ميليون ټنه مس، نفت او ګاز، سپينې او رنګه مرمر ډبرې، د هلمند ولایت د خانشين ولسوالۍ اورانيم، تيتانيوم، سرب، سپين زر، یاقوت، فيروزه، زمرود، مالګه، فلورايد، ګچ، چونه، بارود، ګوګړ، د سيمټو اومه توکي، قلعي، المونيم، مګنيزم، ګرانيټ، ګانزيت، پګمانيټ ليتيوم. نفرايټ او داسې نور هغه کانونه دي چې تر دې دمه تثبيت شوي او ټوليز ارزښت يې درې سوه زره امريکايي ډالر اټکل شوی دی.

که څه هم طبيعي سرچينې د هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې حياتي رول لري، خو افغانستان برعکس د دغو بډايو طبيعي سرچينو او جيوپولټيک او ستراتيژيک موقعيت له امله تل د بهرنيو هېوادونو د يرغلونو ښکار شوی او تېرې ۴۳ څلوښت کلنې تحميلي جګړو او د پخواني شوروي اتحاد او د امريکا په مشرۍ د لويديځو هېوادونو د يرغل يو عمده لامل هم همدا سرچينې ګڼل کېږي.

که څه هم د جنګ جګړو پر مهال چې هېواد د واک په څو جزيرو وېشل شوی و او د قانون حاکميت نشتوالي ډېری ډلو ټپلو ته ددې فرصت برابر کړی و څو د هېواد په ځينو سيمو کې په غير فني توګه له دغو طبيعي سرچينو څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي، خو د يرغلګرو پر وړاندې د افغان ملت کلک مقاومت هغوی ته دا موقع په لاس ورنه کړه چې په بشپړه توګه پر دغو سرچينو خيټه واچوي او خپلو هېوادونو ته يې صادرې کړي.

دا چې له څلورو لسيزو وروسته د افغان ولس د بې سارې قربانۍ په پايله کې پر ټول هېواد د سولې لمن خپره شوې او افغانستان تر يوه واحد قيادت لاندې راغلی، نو په اغېزناکه توګه له خپلو طبيعي سرچينو څخه د استفادې په اړه په افغانانو کې نوې هيلې راټوکيدلي او يو زيات شمېر بهرني او کورني شرکتونه دې ته ليواله شوي څو د افغانستان طبيعي سرچينو په تېره بيا د کانونو استخراج برخه کې پانګونه وکړي.

دا چې د افغانستان اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره په ټول هېواد کې ډاډمنه سوله ټينګه شوې او په حکومتي ادارو کې له اداري فساد څخه په کلکه مخنيوی کېږي، نو لرې نه ده چې جګړه ځپلی هېواد مو له بهرنيو مرستو پرته په اغېزناکه توګه له خپلو طبيعي سرچينو د استفادې له لارې په پښو ودرېږي او د يو پر ځان بسيا هېواد لپاره به د افغانانو خوبونه پر واقعيت بدل شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx