نظــر

دومره درواغو ويلو ته اړتيا څه وه؟

احمد منصور

فراري غني له څلورو مياشتو روسته سکوت مات کړ، بي بي سي سره يې مرکه وکړه چې ټوله له اتهاماتو له واقعیتونو لرې او له درواغو ډکه مرکه وه، غني د مرکې تر پايه هڅه کړې چې خپله تېښته يوه کارنامه وبولي غرب ته د خپلې مينې اظهار او په مکارانه ډول د منافقو رسنيو تېر شل کلن هغه تبليغات چې طالبان به يې پاکستان ته منسوبول زمزمه کړي خو خپلې دغې ادعا ته يې هېڅ منطقي دلايل او اسناد نه دي وړاندې کړي، د غني ډېرې څرګندونې سره تضاد لري، غواړم ځينو څرګندونو په اړه يې تبصره ولرم تر څو تاسو لوستونکي وپوهيږئ چې د غرب زوم څومره مکار دی.

۱-غني وايې: ما خوست ته د تلو پلان درلود خو محب راته وويل چې خوست او ننګرهار سقوط کړی او زه يې اړ وېستم څو هېواد ترک کړو، بيا وايي زه تر هوايي ډګر نه پوهېدم چې مونږ چېرته ځو.

لومړی خو دا چې غني د پوځ سر اعلی قومندان يې ځان باله د ولاياتو له حالت هم نه و خبر دومره بې غوره انسان و، له دې جوتيږي چې غني يوه نانځکه وه ټول واک د محب، سالې، د بي بي ګلې او د محب د مېرمن سره وو.

دوهم: جالبه ده يو ځلې وايي چې زه نه تښتېدم د محب په زيات ټينګار وتښتېدم په خبره يې چې آن بوټانو پښو کولو وخت يې پيدا نه کړ، بيا وايي چې تر هوايي ډګر نه وم خبر چې چېرته روان يو، په څرګندونو کې يې تناقض ښکاره موجود دی.

۲- غني د خپلې تېښتې درې لاملونه ياد کړل
لومړی: نه مې غوښتل چې وينه توی ځکه وتښتېدم.
دوهم: د طالبانو دوه ډلې کابل ته په رانېږدې کېدو وې.
دريم: ټول نظامي پرسونل سقوط کړی وو.

که رښتيا د افغانانو د وينو ارزښت ور معلوم وی بيا هلمند کې يې جګړه ولې اوږدوله د هلمند روغتون او د اولسي وګړو په کورو يې هوایي بريدونه ولې کول؟ حيران شي سړی چې ولې هلمند کې پنجابيان اوسېدل او کابل کې افغانان؟ که تنها د کابل اوسيدونکي په بدنو کې وينه وي او د نورو ولاياتو د وګړو له بدنو عسل روان وي تا خو آمان الله ډارن باله او ځان دې ثاني نجيب او ويل دې چې د تښتې سړی نه يم اردو دې جنګ ته هڅوله او په بدل کې دې کورنيو ته د نمرو ورکولو دعوې کولې چې په تا راغله نو منډه دې کړه.
طالبان يې دوه ډلې بللي چې ښه ليلامي درواغ دي د طالبانو په همانګی او اتحاد خو نړۍ ګويا ده بل دا چې په همغې ورځ ااا خپل ځواګونه د کابل دروازو سره متوقف کړي وو اعلاميه ماسپښين مهال نشر شوه چې مونږ کابل ته په سوليز توګه ننوزو او د واک انتقال يې په سوليز ډول غوښت ماښام مهال چې د کابل له داخله له طالبانو سره د واک د خلاء انديښنې شريکې شوې ماښام مهال يې خپلو سرتيرو ته د داخلېدو امر وکړ غني بې دليله او بې ثبوته د طالبانو د اختلاف ذکر کړی.

دريم: د تښتې لامل يې د نظامي پرسونل سقوط بللی که دومره آګاهي يې له خپل ماتحته درلوده بيا ولې يې خوست ته د تلو پلان درلود؟ حال دا چې په همدې ورځ د خوست د صفريک وحشي قطعې په ميدان وردګو کې خپلې وسلې طالبانو ته تسليم کړې.

که دا دوه لاملونه يې ومنو چې طالبانو دوه ډلې کابل ته په نېږدې کېدو وې او بل ټول نظامي پرسونل سقوط کړی و چې ستا نظام سقوط کړی و نو بيا د طالبانو دغه دوه ډلې چا سره جنګېدې؟ چې وينه به تويه شوې وی او که وايي چې خپلو کې جنګېدل که رښتيا تر مېنځ يې اختلاف موجود وی نو بيا ولې د غني د تېښتې روسته طالبان د واک په سر ونه جنګېدل؟

که د غني ټوله مرکه وګورئ وبه پوهيږئ چې ځان يې خلاص کړی او لا اوس هم داسې انګيري چې څرګندونو ته به يې خلک چکچکې وکړي يا يې داسې انګيرلې چې له ارګه لايف راغلی يم ورته ودې ويل شي چې را ويښ شه ارګ اوس د هېواد رښتنو وارثينو په واک کې ده چا چې مفکر بللی وې نن دې د فاسدتوب اعلانونه کوي هغوي چې تا يې له امنيت خوښي ښودله او د هغو د ګټو ساتلو په موخه دې په اولس له پاسه اورونه ورول او ځمکه دې ورته سره تبۍ ګرزولې وه نن هماغه خلک ستا نظام فاسد او تا غل بولي دومره درواغو ته اړتيا څه وه چې ويلي دې دي نه به دې ناراضه باداران پرې خوښ کړای شې او نه افغان ولس ته د قناعت وړ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

احمد منصور ته، تیښتیدلی یا طالیب، ورپسی اخیستی،درواغ یا رښتیا ،دا پریږده، راشه اوس دا ړنګ نظام سنګه کوی؟ ۱ میلیون ماشومان زنکدن په حالت کی پراته دی.سلو کی ۹۹ ولس ډوډی نه لری، بانګونه.مکتبونه،شفاخانی ،پوهنتونونه هر سه په ټپه ولاړ دی،د افغانستان نیم نفوس میرمنی په کورونو کی بندی دی،ډالر درک نشته،د کابینه ۱۱ کسان په تور لیست کی دی.لنډه دا چه افغانان اوس په یو کنډواله کی پراته دی . د اشرف په وخت کی هر سه په حال وه یو نظام وه ، اوس مو چه ړنګ کړ،دا جوړونی باندی لیکنی وکړی ،چه څنګه یی جوړوی. واښه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx