نظــرنکات - د لطف الله خیر خوا کالم

له فتحې وروسته…!(۳) برخه

لطف الله خيرخوا

د ولس قاطع اکثريت اسلامي نظام غواړي
دا هغه فکر دی، چې موږ ته زموږ د نظام استحکام اسانه کوي. اوس نو زموږ ظرفيت پورې اړه لري چې څه ډول خپل ولس راسره په نظام کې شريکوو او پر مخ ځو. که ساده محاسبه وکړو او نتيجه يې واخلو: د نړۍ کوم بل ولس که پينځه څلوېښت کاله د پرديو او خپلو ګډو وډو نظامونو تر سيوري لاندې پاتې شي، بيا به هم د قربانۍ دومره حوصله ولري؟ ساده نتيجه يې دا ده، چې بل ولس دا حوصله نه لري او زموږ ولس خامخا اسلام غواړي او په اوږد نفَس يې لپاره قربانۍ ته هم تيار دی.

بناءً موږ به ددې ولس په اړه مناسب فکر او رويه خپلوو. موږ بايد دې ته متوجه يو، چې موږ څوک نه مسلمانوو، ځکه چې دا خلک له پخوا مسلمانان دي او ښه مسلمانان دي، بلکې مسلماني وريادوو، خپل تاريخ او تمدن ورته مخې ته ږدو، بيا يې دې ته تياروو، چې خپل اصل ته ور وګرځي. دا کار په عهد نبوي کې شوی او ګټه يې کړې، اوس يې هم کوي.

دلته يوه خبره مهمه ده، چې د اسلامي نظام په غوښتنه کې موږ سره په کور دننه نا لوستی ولس هېڅ ډول مخالفت او حتی اختلاف نه لري، بلکې که په کور دننه زموږ مخالف او موږ سره اختلاف لرونکی وي، سل سلنه لوستي هغه دي او فکر مو وي، چې لوستی او پوه توپير لري!

دغسې يو حالت کې بايد نظام ډېر هوښيار چلن وکړي او د هوښيار چلن بنسټ دا دی، چې يو ځل به ټول خلک د خپل نظام پر ماهيت، ځانګړتياوو، ګټو او تاثيراتو پوهوو. که مو دا کار ښه وکړ، ټول ولس به راسره د مسووليت احساس کوي او د نظام بار به راسره پر اوږو اخلي.

کله چې په ملت دولت سيستم حاکم شوی، دا سوال زېږېدلی، چې اسلامي نظام راځي، نو څه ډول به وي؟ همدغه سوال اوس هم سوال پاتې دی، چې بايد لومړی په راڼه تعبير او بيا په متمدن تعامل ځواب شي!

موږ بايد دا مجبوريت حس کړو، چې پر دې ولس له پېړيو راهيسې کوښښ شوی، چې له اسلامه لرې وساتل شي. پوځي يرغلونه پرې وشول، فکري او کلتوري هغه پرې وشول. د يرغلونو بڼې ورته بدلې شوې، يرغلونو ته مفاهيم بدل شول، نوي مفاهيم ورته ايجاد شول، چې اوسنی له شلو تر څلوېښت کلنو قشر ددې يرغلونو سيده هدف و او ترې متاثر شوی. دا قشر د همدې يرغلونو په توپان کې دې عمر ته رسېدلی. ده چې څه زده کړي، څه يې خپل کړي، څه ډول فکر کوي، څه ډول حس لري، دا پرې چا په زور نه دي کړي، بلکې ده ته په تهيه شوي چاپېريال کې يې دا لوستي، اورېدلي، ليدلي او دده فکر ور اړول شوی.

دا څه چې موږ ورته وايو، دا يې نه مکتب کې لوستي، نه يې اورېدلي او نه يې ليدلي. دا يې نه پوهنتون کې لوستي، نه يې اورېدلي، نه يې ليدلي. ښه، موږ اوس کوښښ وکړو، چې زموږ د سرک چيک پواينټ به د ده فکر بدل کړي، د ده رويه به بدله کړي، د ده حس به بدل کړي، د ده فهم به بدل کړي؛ دا سطحي فکر دی، بلکې هېڅ فکر نه دی، ساده‌ګي ده.

دا چې څه ډول د علم، عرفان، ادب، کلتور، عصريت، نوښت، بدلون او پرمختګ په نوم محاصره و او ده ته ځان ازاد معلومېد. ده سره ظلم کېدۀ، دۀ ته انصاف برېښېد. دی په تياره کې ساتل کېدۀ، خو مصنوعي رڼا يې سترګې نيولې وې، دی له خپل تاريخ او تمدنه وشکول شو، مګر دۀ ځان د خپل تاريخ او کلتور ترجمان ګاڼه.

اوس که موږ د سرک پر سر ورته د ازادۍ حس ورکوو، دی ځان مقيد ګڼي. که انصاف کوو، ظلم ورته بريښي، که يې رڼا ته راکاږو، تيارې ورمعلوميږي!! پر دغه ټکي فکر او ترکيز په کار دی.

زما خپله مشوره دا ده، چې موږ بايد د نظام ټولې ننګونې پر فرصتونو بدلې کړو او د يوې معقولې او منطقي دعوتي ستراتيژۍ پر بنسټ پر مخ لاړ شو. ډېر لنډ وخت کې به وګورو، چې موافق، مخالف او متفاوت به زموږ په څېر فکر او رويه کوي، خو لومړی به خپل فکر او خپلې رويې ته ارتقاء ورکوو، خپل ظرفيت به لوړوو، بله لار نه لرو.

موږ نظام يو. مکتب، مدرسه، مسجد، پوهنتون، رسنۍ او د معقول بدلون ټول وسايل را سره دي. فکر ته اړتيا ده، له شته وسايلو، امکاناتو او قوتونو استفاده په کار ده. د نظام په حيث جامع او مقاصدي چلن په کار دی. موږ که د دې کار لپاره پينځه کلنه معقوله ستراتيژي ولرو، پينځه کاله وروسته به دا هر څه بدل وي. موږ به ننګېدلي نه يو، بلکې له خپلو فرصتونو به په شوق ګټه اخلو، پر مخ به ځو او خپل مسووليت به اداء کوو.

موږ وينو، چې نړۍ مو په بشر حقونو او د نجونو په زده‌کړو او کار ننګوي، خو دا ننګونه فرصت ته اوړي. د غرب د دې غوښتنې په اړه زموږ حس دا دی، چې غرب د حق او علم غم نه لري، بلکې له دې وسايلو د فيمينزم لپاره کار اخلي او زموږ کورنۍ نړول غواړي. له تېرو سلو کلونو چې اسلامي نړۍ خپل نظام نه لري، وجود يې کورنۍ ساتلی. که کورنۍ ونړېده، نو د «اسلامي امت» په نوم به څه وانه ورې. د «اسلامي ورورولۍ» بوی به هم را نه شي. درځئ، دوی يې چې د کومې موخې لپاره غواړي، هغه موخه نه ظاهرولی شي او نه يې مستقيما غوښتلی شي، موږ ته فرصت دی، چې د نړۍ نر او ښځې خپل اسلامي حقوق وپېژني، د نړۍ نر او ښځې پر خپل رسالت فکر وکړي او کار ورته وکړي. درځئ، په هر کور کې د علم، فکر او اسلامي هويت ډيوې بلې کړو. پر ښوونې او روزنې او پر لوړو زده‌کړو پانګونه وکړو، تقويه يې کړو، ځانګړې يې کړو او بېلګه يې کړو!

له دې کوره، چې بيا ماشوم راوځي، د دين، ايمان، علم من حيث العلم، عفت، حياء، جهاد، امت، اخوت، اطاعت، بيعت، خپلواکۍ، صبر، ثبات، ارزښتپالنې او … خبرې به ورته يوازې دا نه چې نا اشنا نه بريښي، بلکې کله کله به د معلم، استاد، حاکم او مشر پام ور اړوي، چې مور مې ويل دا فکر مسلمانانو سره نه ښايي!

دلته به بيا د اسلامي نظام هغه اصل هم په ټوله معنا پلی شي، چې ټول رعيت بايد د امير المؤمنين مبايعين وي. په اسلامي نظام کې هغه شکلي اپوزېسيون هم متصور نه دی، بلکې د نظام تر سيوري لاندې هر وګړی به د امير بيعت لري. نظام او رعيت به سره پېيلي او اغږلي وي. د ولس د قناعت قيضه به د نظام لاس کې وي. د نظام هر ګام به د خپل ځان د ګټې، رفاه او پرمختګ لپاره ګڼي. د نظام مدافعين به وي او هره دسيسه به په نطفه کې خنثا وي. نظام به په سړه سينه خپل کار، مسووليت او دندې ته متوجه وي.

که کار معکوس و، موږ به هغو کارونو کې مصروف يو، چې زموږ نه دي. خپل اصل کارونه به راڅخه پاتې وي. د انسان تربيه له کوره، مکتبه، تر پوهنتونه او د دعوتي وسايلو په فعالولو په تراکمي ډول ممکنه ده. د سرک سر، چيک پواينټونو او د يوې شېبې کار نه دی.
درځئ، ننګونې فرصت وګڼو او پر خپل محور يې وڅرخوو!
نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

السلام علیکم خیرخوا صاحب هیله ده چی روغ او جوړ به وي. ښو نقاطو ته دې اشاره کړی د نظام د بدلون او فزیکی اشغال د خاتمی نه وروسته ډیر ترکیز باید په اوس وخت کې د غرب د فکری اشغال په خاتمی وشی او ددې کار لپاره باید له موثرو ذرایعو نه په موثرو ځایونو کې استفاده وشي ترڅو یوه موثره نتیجه ترینه ترلاسه شی، د نظام د ښه والی او سمون لپاره باید دوامداره کار وشي ترڅو نظام استحکام پیداکړی دا چی فزیکی اشغال ته د پاي ټکی کیښودل شو نو دا ډیره غټه لاسته راوړنه وه چی… نور لوستل »

Sayed

افغانستان د دويم او درېيم راشده خليفه ګانو له وخته اسلام منلی. له هماغه وخته دا دارالاسلام دی نه دارالکفر. دا چې پنجاب او د پنجاب بړيڅي يې کفر بولي تېروتلي دي. پنجاب دې نر شي کشمير دې وګټي د مشرک هند تر سلطې لاندې دی، نو سمه ده چې بيا ورته د فتحې کليمه کراولی، خو په هغې کې هم اختلاف دی. دا ځکه چې ولس خو مسلمان دی نه کافر. سړی حيران شي چې دا د ملا محمد عمر ډله څڼګه د سر په سترګو وړنده او په پټو سترګو د سميع الحق د زوی فتوی ته ناست… نور لوستل »

غ.حضرت

دا ډول غولوونکی تبلیغات وولس نه سی قانع کولای.

Karwan

تنها قزلباشان قناعت نه کوي، نور ټول افغانان قناعت کوي! تاسي دلستوڼي ماران ياست او هميشه بايد تر نظارت لاندي ونيول شي، دايران جاسوسانو! کاروان

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx