نړۍ

بلوچستان کې بمي چاودنې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل): پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان ایالت مرکز کویټې ښار کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا چاودنه تیر ماخوستن د کویټې ښار په جناح سړک کې هغه وخت رامنځته شوې کله چې د جمعیت علمای اسلامي زرګونه پلویان له یوې غونډې څخه خپلو کورونو ته د تللو په حال کې وو.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر ضیاءالله لانګو وايي، چاودنه د ریموټ کنټرول په واسطه ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د کویټې ښار د پولیسو مشر فداء حسین د معلوماتو له مخې د چاودنې زیاتره قربانیان ملکي وګړي دي؛ خو دا یې نه دي ویلي چې آیا د جمعیت علمای اسلام ګوند پلویانو ته هم په کې مرګ ژوبله اووښتې کنه ؟

له بل پلوه د بلوچستان ایالت اعلی وزیر میر عبدالقدوس «بزنجو» دا یو «ترهګر» برید بللی او په کې اووښتو تلفاتو باندې د خفګان څرګندولو ترڅنګ یې د برید د عاملینو د نیولو ژمنه کړې ده.

تراوسه ددې چاودنې مسئولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خو معلومداره خبره ده چی دا کار خپله پنجابی ریاست کړی ده. طالب حکومت ته پکار چی هر څومره چی کولی شی جنګونه باید له افغانستان څخه بهر هاخوا وساتل شی پرنږدی چی جنګونه داخل د افغانستان ته راشی. پنجابیان ښه دی چی پاکستان کی مصروفه وی دا د طالب او د افغانانو په ګټه ده. چی یو مری الله دی ټول تباه کړی. وایی مکوه په چا چی وبشی په تا. مونږه یی دا څلویښت کاله وژلی یو.

عبدالغفور

ددی لپاره یی دغه بریدکړی ترڅودجمعیت علما اسلام دپرمختګ مخه ونیسی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx