
چې سیپو شو، پر پوہ شو
حفيظ الدين پيرزاده
د غني، محب، فضلو او نورو گوډاگیانو پر خبرو، مرکو څه لیکل راته مناسب نه ښکاري!
دا ټول اوس د تاریخ د ځباله دانۍ یوہ برخه دہ، پر دوی گوزار د مؤمن خان په فولکلوریکه کیسه کې د مړ ښامار پر وینه خپله تورہ سرہ کول دي!
دا چې ددې گوډاگیانو د اقوالو تر منځ تناقضات موجود دي، لامل یې دا دی چې دوی له کوم مشخص دریځ څخه نه پخوا او نه اوس استازیتوب کوي!
داسې نه دہ چې د محب خبرې د غني یا بل کوم یو فرمودات نقض کوي، بلکې د دوی ھر یو ننۍ خبرې د دوی خپلو پرونیو خبرو ته غاپي او ان نن یې د یوې جملې لومړي کلمات د ھماغې جملې له بیخ سرہ اړخ نه لگوي!
په دوی کې ھوښیار ھغه و چې کال دوہ وړاندې یې ویل: امریکا موږ د پیپسي بوتل په شان استعمال کړو او احمق ھغه و چې د امریکا پر نیت شک ورته عظیم شرک ښکارید!!
که غني یا بل گوډاگی په بي بي سي یا بله رسنۍ کې کیني او شکایت کوي چې غربي بادارانو یې د تشناب د کاغذ په توگه وکارول، نو ھغوی دا فکر په ھغه ورځ ولې نه کاوہ چې غربیانو دوی پخپلو ټانکونو سپارہ د دیموکراسۍ له ډھول او ډمبق سرہ د ھمدوی ھیواد ته د خپلو استعماري موخو د تکمیل لپارہ د راہ بلد په توگه راوستل؟!!
آیا دوی نه پوھیدل چې په افغانستان کې یې تقرر د تشناب کاغذ په بست کې دی؟!
ټرمپ په باگرام کې غني له غوږ څخه ونیوہ او د خپلو عسکرو په کتار کې یې ودراوہ. د نړۍ دویم مفکر ھغه مھال ولې خپل مقام او حیثیت و نه پیژاندہ؟!!
آیا ھغه د مرحوم استاد الفت چیغې نه اوریدې چې ویل یې؟!
سړیتوب ساتل گناہ دہ
په حضور کې د بادار
په نظر د استعمار
دا او دې ته ورته په زرونو نورې پوښتنې او ولې شته چې نه غني او نه په بُن کې د غربیانو په لاس د جوړې شوې ادارې کوم بل چارواکی یې اصولاً، عقلاً، شرعاً او عُرفاً توجیه کولای شي!
د دوی ماھر او پوہ لوبغاړي ھغه ول چې د خپلو نورو موخو د لاسته راوړلو لپارہ یې د ذلت، توھین، وطن پلورنې او گوډاگیتوب تریخ غړپ تیر کړ.
ھغوی پوھیدل څه کوي، غرب څه غواړي او ھغوي له غرب څخه څه غواړي؟!
خو له بدہ مرغه غني چې سیپو شو پر پوہ شو!
اوس نه شکایت او گیله څه فایدہ لري،
نه پر څه لیکل او نه د تناقضاتو را برسیرہ کول!!
خسر الدنیا و الدین
غالباً ذوق ویلي و:
اب تو گھبرا کے یہ کہتے ہیں کہ مر جائیں گے
مر کے بھی چین نہ پایا تو کدھر جائیں گے
حفیظ الدین پیرزادہ
د دسمبر ۳۱/ ۲۰۲۱ م
لندن
پیر زاده ته، په لندن کی ناست سوسیال خوری ورسره تور کار هم کوی،له پخوا څخه د دا د افغان وژنی جنګ ته د د لندن شاروالی په اردر سره تبصری لیکلی،نو اوس خو جنګ ختم دی ،اسلامی رژیم هم راغی،نو د لندن نه خو راشه،دا ړنګ رژیم سنګه کوی؟تبصری خو د لیکلی، ایا یو ښه مسلمان له مسلمان ملک څخه کافر ته پناه وروړی؟ مسلمان وایی چه اعوذ بالله من الشیطن الرجیم،یعنی یا الله تاته پناه دروړم، خو تا برعکس کړی ده،لندن ور وتیشتیدلی انګریز ته د وویل چه زه تاته پناه دروړم،انګریز چه اصل کی شیطان دی پناه د… نور لوستل »