نړۍ

امریکي،اروپایی ټولني او روسانو بشارلاسد باندي زور راوستی

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۵)  دامریکی متحده ایالاتو له لوري دسوریی پراولس مشر بشارالاسد باندي دبندیزونو كړي پراخه شوه، تیره ورځ دامریکي دخزاني وزارت له لوری دسوریی  یو وتلی سوداګر او دهیواد دپالمان غړي محمد حمشو په دي باندي تورن کړ چي دسوریی داولس مشر بشارالاسد اوداولسمشر دورور ماهر دګټو لپاره کارکوي.

دامریکي دخزاني دوزارت له لوري خبرورکول شوی دي چي دحمشونړیوالي ټولني په نامه سره شرکت یی دهغو شرکتونو اوټولنو په لیست کي راوستلي کوم چي نشي کولاي دامریکی له کومي اداري سره سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي، په خبرکی راغلي دي چي دامریکي متحده ایالات کوښښ کوي ترڅ

و دهیواد دقانوني کړنو له مخي دبندشوي شرکت ټولي پانګي کنګل کړي.

سپیني ماڼي خبرورکړی دي چي بشارالاسد نه یواځي دسوریی هیواد له خطرسره مخ کړی دي بلکه و ټول منځني ختیځ ته داورلمن وهي، دسپینی ماڼي ویاند (جای کارني) له خبري رسنیو سره په خبروکي وویل، اوس مهال دسوریی اونوري نړي ډیرمخور خلګ دسوریی دراتلونکي حکومت لپاره کوم چي بشارالاسد به پکښي برخه نه لري په صلاح مشورو اخته دي، اوزه باورلرم چي سوریه به دبشاالاسد څخه وروسته یوه غوره اوسولیزه سوریه وي.

(جای کارني) زیاته کړه بشاالاسد دتګ په حالت کي دي او مونږباید د سوریی دراتلونکي حکومت لپاره کوم چي دسوریی ۲۳ ملیونه وګړي یی غوښتنه لري لاري چاري ولټوو، نوموړي یو واربیا تکرار کړه زه باوردرکوم چی سوریه به دبشارالاسد نه بغیره یو بهترینه سوریه وي.

له بله لوري دروسیی ولسمشر دیمټري میډوویپ دسوریی پراولس مشر بشارالاسد باندي غږ کړی دي، چی هیواد کي له تاوارتریخوالي څخه لاس واخلي، اوچي څومره ژروي دحکومت له مخالفینو سره دي خبروته کښیني، مخالفینو ته دي باور ورکړي، اصلاحات دي راولي اوپه ګډو سره دي دیوه نوي حکومت لپاره کاروکړي، ورنه بیا به اوبه تر ورخ تیره وي اوبشارالاسد به له یو ناوړه برخه لیک سره مخ وي.

دروسیی ولسمشر زیاته کړه کچیري بشارالاسد په هیواد کي فوري اصلاحات رانه ولي له سخت برخه لیک سره به مخ شي، ځکه په داسي صورت کي بیا مونږاړیو چی په کوم اقدام باندي لاس پوری کړو.

له بلي خوا د اروپايی ټولني دبهرنیو چارو وزیري (کاثرین آشتون) دامنیت دشورای دهغي پریکړي هرکلي وکړکوم چي له بشارالاسد  څخه یی غوښتنه کړي وه چي داولس په وړاندي باید له وینو تویولو څخه لاس پرسرشي.

تیره ورځ دسوریی دروانو حالاتو په اړه دنړیوالی امنیت شورای له لوري یو بیان صادر شوی، چي هغه کي  دسوریی دحکومت له لوری داولس په وړاندي کړني په سخته سره غندل شوی دي اوپربشارالاسد یی ږغ څخه یی غوښتي دي چي دبی وسه اولس له وینو تویولو څخه دي ډډه وکړي.

 دامنیت شورا په سوریه کي دروان تااوتریخوالي مسئولیت ټول دسوریی پراولس مشر بشارالاسد باندي ور اچولی دی اونوموړی یی دټولو ناکراریو لامل ګڼلی دي

په اخیر کي اروپایی ټولني یوځل بیا له بشارالاسد څخه په کلکه غوښتنه وکړه چي داولس په وړاندي له تااوتریخوالي څخه دي لاس په سرشي، دیوډیموکراټیک پراخ بنسټه اوقانوني حکومت له لپاره دي لاره هواره کړي.

بخت الرحمن بخت………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x