افغانستان

امنیتي ځواکونو نیمروز کې د اغزن تار د غځولو مخنیوی کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل): سرچینې وايي، چې امنیتي ځواکونو په نیمروز ولایت کې د پاکستاني عسکرو لخوا په افغان خاوره کې د اغزن تار غځولو مخیوی کړی دی.

په نیمروز کې یو شمېر باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي، چې تیره ورځ پاکستاني عسکرو غوښتل ددې ولایت چهاربرجک ولسوالۍ په «دک» سیمه کې اغزن تار وغځوي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شول.

سرچینې زیاتوي، پاکستاني عسکرو په یاده سیمه کې شاوخوا ۱۵ کیلومتره د افغانستان خاورې ته راننوتلي وو او غوښتل یې چې په افغان خاوره کې پوځي مرکز جوړ کړي؛ خو افغان امنیتي او سرحدي ځواکونو لخوا مخنیوی وشو.

د سرچینې په خبره د پاکستاني عسکرو اغزن تارونه او ځینې نور وسایل هم په لاس ورغلي دي.

د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو تراوسه ددې پېښې په هکله رسمي غبرګون ښودلی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د طالبانو په دغه ميړانه د پنجابى منافق فوځ په مقابل کې د عامو افغانانو زړونه وګټل. او طالبانو ثابته کړه چي په رښتیا مسلمانان، افغانان او د افغانستان اتلان او مجاهدين دي. افغان مجاهد ولس هم ستاسو سره هم سنګره دئ.
.

ورک ځاځی

د افغانستان اسلامى امارت څخه هيله کوو چى د دى ستونزى قاطع حل را پيدا کى. بايد تر دى وروسته يوازې وسايل نه بلکې هغوى په سر سر وولى. دا د ډب خلک دى په ادب نه پوهېږي.

غ.حضرت

دا ډول کړنی هم فقط او فقط تبلیغاتی او غولوونکې بڼه لری.
که طالب رشتیا د اغزن تار د شتون دښمن وی نو د څو سوو کیلو مترو اغزن تار د منځه وړلو پر ځای د تورخم او سپین بولدک او ویش دروازې په توپونو وولی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx