دیني، سیرت او تاریخ

له يو انسان څخه د امت کار اخيستل

حسان مجاهد

انسان د الله تعالی له هغه مخلوقاتو څخه دی چې افراد يې يو له بله ډېر تفاوت لري، کله يو سړی د سلو کسانو او کله بیا یو د زرو کار کولی شي خو زر کسان يې نشي کولای.

رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي (ان الله يبعث لهذا الامة علي رأس کل ماة سنة من يجدد لها دينها) بېشکه الله تعالی ددې امت د هرې صدۍ په اول کې داسې څوک پيدا کوي چې ددغې صدۍ د دين تجديد وکړي.

په صحيح حديث کې راغلي دي «الناس کابلة مأة ليس فيها راحلة»
انسانان په شان د هغو سلو اوښانو دي چې په سلو کې يو بار وړونکی اوښ نه پيداکيږي، يعنې په سلو کې یو د کار سړی نه پيداکيږي.

په بل خبر کي راځي « لیس شئ خير من الف مثله الا الانسان»
داسې شی نشته چې تر زرو هم مثلو دې ښه وي مګر يوازې انسان ده چې کله تر زرو انسانانو ښه وي.

شاعر ويلي دي« ولیس علي الله بمستنکر ان يجمع العالم في واحد!»
الله تعالی ته دا نده ګرانه چې د ټول عالم(دنيا) کمالات په يو انسان کې راجمع کړي.
کله يو انسان ته د پوره کمال په حيث امت وويل شي.

ابن مسعود رضی الله عنه به د معاذ رضی الله عنه په هکله ويل« ان معاذ کان امة قانت لله ولم يکن من المشرکين» معاذ د الله تعالی يو خاضع او طائع امت ده او له مشرکینو څخه نده.

د انسان د افرادو ترمينځ تفاوت د اهدافو په لحاظ وي، که د چا په ژوند کي هدف لوړ او سپيڅلی وي نو هغه شخص لوړ او سپيڅلی دی او دا انسان د ډېرو انسانانو کار کولی شي.

يو شاعر وايي(من کان همه بطنه وفرجه فنتيجته ما يخرج منهما) د چاچې هدف او مقصد نس او فرج وي نو ددۀ د هدف نتيجه هغه ده چې له نس او فرج څخه وځي.
او ابي نواس وايي (الدنيا طعام شراب ومنام فاذا فاتک هذافعليک السلام) دنيا خوراک، څښاک او خوب ده چې کله دي دا درې پريښودل نو په تادې سلام وي.

یو نوع خاص او ممتاز انسانان دي چې هدف يې فرج او بطن نه وي، مبلغ د علم يې دنيا او منصب نه وي، د ژوند په هره لحظه کې د يو عظيم الشان هدف لپاره زيار باسي، شپه او ورځ يې په ځان يوه کړې وي، محبت او بغض، قطع او تواصل يې په هدف بنا وي، د نفس غوښتنې او د ذات مصالح يې له هدف څخه نشي ګرځولی، خپل ژوند يې د الله تعالی دین ته نذرانه کړی وي، د شپې فکر او د ورځې شغل يې دنده وي.

دا نو ډير قیمتي، کامياب او ناياب کسان دي چې د پوره امت کار کولای شي او الله تعالی يې په اړه وايي( ومن الناس من یشری نفسه ابتغاء مرضات الله والله روف بالعباد).

په نږدې عصر کې د داسې کسانو يو مثال وړاندې کولای شو، چې هغه د نړۍ په کچه د مشهورې مدرسې (دارالعلوم دیوبند) علماء دي چې هر استاد يې عالم، مجاهد، متکلم، مناظر، عارف، مصلح او د خپل وخت سپه سالار و او هر استاد يې په خپل مختصر ژوند کې د پوره امت کار کړی ده.

په ټوله نړۍ کې د مدارسو خدمت او نوښت لدې مرکزه سرچينه اخلي، چې د زرهاوو تصانيفو په مټ يې علم د نړۍ هر ګوټ ته ورسول، په فقه، اصول، حديث، جهاد، دعوت، تصوف، اصلاح او د فرق باطله په رد کې يې هر استاد ډير کتابونه ليکلي دی، يوازي د حکيم الامت اشرف علي تهانوي رح تصانيف تر زر اوړي، داسې په هره ژبه هر فن، نظم او نثر او په هره مسأله کې د هر استاد ډير کتابونه شته، د شيخ الهند، حاجي مهاجر مکي صاحب او مولانا حسين احمد مدني صاحب مريدان او متوسلين د زرهاوو تعداد ته رسيږي، له علمي ميدان سره يې په جهادي ميدان کې بلا قربانۍ ورکړي دي او ډيری علماء کرام يې زندانونو ته اچول شوي دي، نو ځکه مونږ ويلی شو چې له دوی نه هر کس د امت کار کړی ده، ډير خلک يې جوړ کړي دي او ترشا يې د علم او عرفان پوره هستي پريښې ده.

احب الصالحين ولست منهم، اللهم اجلعلنا منهم واحشرنا في زمرتهم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x