افغانستان

هند نن افغانستان ته د کرونا ۵ لکه ډوزه واکسین مرسته رالېږلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۴۰۰ل): په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی وايي چې د د پنځه لکه ډوزه واکسین چې د هند د حکومت له خوا مرسته شوي ، نن افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ماموندزي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه مرسته په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون ترلاسه کړې چې وروسته به د افغانستان نورو رغتونونو ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړې چې په را روانو څو اونیو کې به ۵ لکه ډوزه نور واکسین افغانستان ته ولیږدوي.

افغان سفیر د هند له حکومت مننه کړې چې د نوي کال پر لومړۍ ورځې یې د واکسینو دغه مرسته له افغانستان سره وکړه.

د یادونې وړ ده چې څه د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ ویلي وو چې تر دې دمه يې په افغانستان کې اووه نیم میلیونه کسانو د کرونا واکسین کړي دي.

یاد وزارت د معلوماتو پر اساس په وروستیو څلورو میاشتو کې ۲۷ لکه افغانان د کرونا ضد واکسین ترلاسه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx