نظــر

د وخت ابوالکلام آزاد او ابن تیمیه لا هم تری تم دی!

حماد افغان شیرزاد
په هر وخت او هر قرن کې الله تعالی د خپل دین د ساتنې او حفاظت لپاره رجال او میړني پیدا کوي ، کوم چې د وخت نمرود سره ډغرې وهي، خلک د خدای و بندګې ته رابلي ، د فرعوني ظلمونو څخه  خلاصی او نجات ورکوي ، د خپل دین شعائر او ارزښتونه ساتي او په دې لاره کې له هیڅ قسمه قربانۍ دریغ نه کوي.

د نولسمې پیړۍ په آخره کې هم الله تعالی اســــلامـــي امت ته داسې سترې هستۍ ورکړی وې چې د الله تعالی په ځمکه یې د وخت فرعونیت او نمرودیت چیلنج کړ ، نه یې د وخت مستکبرینو او مستبدینو ته سرټیټ کړ او نه یې هم د کفر او الحاد پر وړاندې له مبارزې لاس واخیست.

د هغه سترو شخصیتونو له جملې څخه یو هم د وخت متکلم اسلام، د حق نعره او آواز، د ځوانانو د فکرونو روزونکی، خلکو ته د استعمار او الحاد ورمعرفي کوونکو اتل استاد محمد یاسر تقبله الله / فک الله اسره وو، چې پخپله ژبه او آواز یې د زرګونو ځوانانو روزنه وکړه، ډیرې مسلمانان یې د فکري انحراف څخه د الله په فضل وساتل او د ژوند تر وروستۍ برخې یې خپله مبارزه جاري او ګړندې وساتله.

استاد یاسر چې خپل نوم یې زمرک او د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکې وو،  په کال ۱۹۵۳مـ کې زیږېدلې دې لا څلور کلن وو چې پلار یې د فاني نړۍ څخه رحلت وکړ، نوموړي د تعلیم سلسله د خپل کلي څخه پیل کړه او بیا د هیواد د ممتازو شاګردانو په لیست کې د تعلیم لپاره امریکا ته لاړو او د دوه کلونو د تیرولو وروسته هیواد ته راستون شو. نوموړي د مدینې منورې د جامعې څخه په شرعیاتو کې هم دکتورا وکړه.

په هیواد کې د کمونیستي فکر د ترویج د مخه نیولو لپاره نوموړي د څو ځوانانو په ملتیا مبارزه پیل کړه چې اکثره ملګري یې زندانیان او یا هم شهیدان شول.

استاد یاسر ته الله تعالی فصیحه او پر اثره ژبه او آواز ورکړی وو ، نوموړي د زرګونو ځوانانو تربیه وکړه ، د فکری استعمار پر وړاندې په کلکه او زغرده مقابله وکړه، په سترو سترو جلسو او نورو ذرائعو سره یې خلګ د استعمار او الحاد په مانا وپوهول او د امریکایي یرغل پر وړاندې یې  مبارزې ته وهڅول.

نوموړی په ذکاوت، جرأت او حق ویلو کې د دې عصر حسن البناء، سیدقطب،  ابوالکلام آزاد او ابن تیمیه وو، او کټ مټ د هغوی په څېر یې د الحاد، استعمار او فکري انحراف پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړه د هغوي په څېر یې زندانونه تېر کړل خو  دښمن ته یې تنزل ونه کړو او  په پوره میړانه او جرأت یې د تر وروستي ځل نیول کیدو یې خپله مبارزه جاري ساتلې وه.

نوموړي ته ډیرو حکومتونو لخوا د امتیازاتو ورکولو وړاندېزونه وشول خو استاد تل پر خپل ایمان او خبره کلک لکه سندان ولاړ وو او بې له مبالغې وایم دا اوسنې جهاد هم د نوموړي په تحریض، هڅو او فتواوو ګرم شو ، نوموړي د فکري مبارزې تجربه لرله او د همده د هڅو په نتیجه کې د “الامارة” ویب پاڼه هم جوړه شوه.

استاد یاسر د دوهم ځل لپاره د ۲۰۰۸ کال د دسمبر د میاشتې په وروستۍ ورځ په پاکستان کې ونیول شو او تر ننه یې د ژوند او د مرګ هیڅ درک نه لګیږي.

په آخره کې وایم چې هیڅ ظالم، جابر، استبدادي قوت او غلامان زموږ د حق نعره نشي ډپ کولای ، بلکې د الحاد، کفر او غلامۍ پر وړاندې به زموږ مبارزه دوام کوي او د استاد یاسر په څېر به ډېر زمري د دښمن دسیسې ورشنډوي ان شاءالله.

د نوموړي د آزادۍ په هیله او که شهید وي الله تعالی دې شهادت قبول کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

که د پنجابى اسټبلشمنټ او فوج څخه د استاد ياسر د بند او يا شهادت پوښتنه د ځنې ملحوظاتو په بنسټ ونشي، نو بي له شکه د الله تعالى د خوا به ظرور مجازات شي. انشاالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx