افغانستان

دفاع وزارت: په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۳): د دفاع وزارت له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د اردو د عسکرو د وژلو کره ځایونه نه دي ښوودل شوي ، خو ویل شوي دي چې په بېلابېلو ساحو کې د چاودنو او مخامخ جګړو په پایله کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم دکابل په موسهي ولسوالي کې د ملي اردو په ټانک باندې د چاودنې په پایله د ملي اردو څلور عسکر مړه او څلور نور سخت ټپیان شول.
په ورته وخت کې طالبانو نن د هلمند په دریو ولسوالیو کې د جګړې راپور ورکړ چې پکې د پولیس او اربکیانو په ګډون د ملي اردو عسکرو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند په ګرشک، سنګین او موسی کلاکې د درنو جګړو او په نوزاد او خانشین کې د چاودنو او نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
ځینې د نظامي چارو پوهان په دې اندې دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته افغان ځواکونه له طالبانو سره د جګړې په پرتله خبرو ته لېواله دي.
ویل کېږي د بهرنیو او داخلي ځواکونو خپل منځي بې باوري تر دې اندازې رسېدلې ده چې پر یوبل د ټوپک شپېلۍ ور اړوي چې نن غرمه مهال د کابل په قرغه او د پکتیا په ولایت مقام کې شوې پېښې يې علتونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x