نظــر

مظلوم ولس او محکوم ولسمشر

عبدالوحيد وحيد

ښکاره خبره ده چې له غني سره په ارګ کې د پنځلسم اګست د پېښو په هکله، په ځانګړي ډول له هېواد څخه د نوموړي د ناببره وتلو د توجیه لپاره نه کره دلائلو شتون درلود او نه هم د وتلو کيسه د وياړ ارزښت درلوده، نو هيڅ اړتیا نه وه چې نوموړي له رسنيو سره د سقوط په هکله خبرې کړې واى. د خفګان ځاى دادى چې ښاغلي غني په ځينو مواردو د خورا کمزوري، بيواکه، ناخبره او محکوم ولسمشر په توګه ځان خپل ولس او نړيوالو ته ور وپېژانده. د خلکو په اذهانو کې پرتې پوښتنې نه يوازې بې ځوابه پاتې شوې، بلکې د ابهاماتو سلسله اوږده او د پوښتنو څلۍ هسک شو.

اشرف غني د امنيتي ځواکونو د اعلى سرقومندان په توګه د خپلو ځواکونو د لوژستیکي نيمګړتياو، نفسياتي او اوپراتيفي وړتیاو کې د تشو په تړاو ولې له مخکې څخه معلومات نه درلوده؟ له هر ډول شک او شبهې پرته دا واقعيت وو چې د امریکا له هوايي ملاتړ د نشتون په صورت کې د هيواد امنیتي ځواکونو د جګړو ډګر نشو ګټلاى، نو په دغه هکله د ولسمشر  دقيقه محاسبه نه درلودل به څه ډول توجیه کړو؟

نوموړى د خبرو په يوه برخه کې په انتهايي غير سنجول شوي توګه وايي چې د زياتو وينو توئېدو د مخنیوي په موخه يې کابل پريښود، خو بل ځاى به زغرده اعتراف کوي چې د نوموړي د امنيت ساتونکي ځواک PPS هم سقوط کړى وو او پاتې خلکو د نوموړي ساتنه نشواى کولاى. بل ځاى همدغه شان غلطې تکراروي او وايي چې په چورلکې له پورته کيدو وروسته پوه شو چې له هيواد څخه وزى. چې داسې وو، نو ښاغلي ولسمشر د يرغمل شوي شخص په څير وروسته پوه شوى دى چې تښتول کېږي. ايا دغه د نوموړي په څرګندونو کې بربنډ تضادونه نه دي؟

تعجب ده چې په غرب د دوکتورا تر کچې له تحصيل او نړيوالو بنسټونو کې د کاري تجربې درلودلو سره سره  د امریکا د دوه ګونې پاليسيو اوس خبر شو او په امریکا باندې يې باور خپله ستره غلطې وګڼله. ظاهره خبره ده چې د امریکا په استازيتوب د خليلزاد په چلن کې د دوه مخي څرک له طالبانو سره د دوحې د خبرو له پيل څخه مشهود وه. غني هغه مهال د دې وړتیا ولې نه درلوده چې دغه حقیقت درک کړي.

غني اعتراف کوي چې د ملي امنیت ستر سلاکار يې ويريدلى وو، نو نوموړي د يوه هېواد د ولسمشر په توګه ولې د خپل ويريدلي مامور په خوله کابل پريښود؟
محمد اشرف غني ولې دومره بې وسه او بې بسه و چې د هيواد د پرېښودو په شان ستره او ننګونکې پرېکړه هم د ملي امنیت ستر سلاکار کوله او له نوموړي سره د سلا کولو لپاره هم زحمت نکاوه؟

ايا دا به مبالغه وي چې ووايو؛ د پنځلسم اګست د ډرامې ماسټرماينډ او مرکزي کريکټر محب وو، خو پړه يې غني په غاړه واخیسته؟

د امریکا د دوه مخي سیاست ځانګړتیا او د خليلزاد د منافقت اړخ خو له لمر څخه روښانه وو، نو ولسمشر غني د کوم منطق پر اساس د قطر له مذاکراتي پروسې څخه د منزوي کيدو سره سره د ملت د سرنوشت ټاکلو واک خليلزاد ته وسپاره او له خليلزاد سره تر ليدو وروسته به يې هرځل د دوحې خبرې د قناعت وړ ګڼلې او ولې يې د دوحې له تړون څخه وروسته د يو نيم کال په دوران کې د تشو ډکولو او نيمګړتياو د پوره کولو لپاره غوښتنه په بربنډه توګه له خپل ولس سره شريکه نکړاى شوه؟

ښاغلى غني اعتراف کوي چې د کندهار امنیه قوماندان ورباندي تپل شوى او نوموړي په امنیتي برخه باندي بشپړه سلطه نه درلوده. پوښتنه دا ده چې کندهار نه لمړى تسليم شوى ولایت وو نه اخري وو. بله دا چې يوازې کندهار نه، بلکې ټول ولایتونه يو پر بل پسې تسليم شول او د غني په خبره د ارګ ساتونکي ځواک هم پاشل شوى وو. بربنډ واقعيت دادى چې د نا اهله افرادو د ګمارنو له امله ټکنى مديريت، د فساد شتون، د بنسټونو ترمنځ نه همغږي، د داسې وارخطايي حالت سره د مخامخ کېدو په هکله د ځواکونو په روزنه کې نيمګړتياوې د سقوط عمده لاملونه وو، خو ولسمشر ورباندې اعتراف نکوي.

د حيرانتيا خبره ده چې زموږ د هغه مهال ولسمشر د ننګرهار او خوست له سقوط څخه د هېواد د پريښودو په نيت چورلکې ته له پورته کيدو څو شېبې وړاندې خبر شوى دى.

د ژړا ځاى دى چې زموږ پخوانى ولسمشر د چورلکې له الوت وروسته پوهېدلى دى چې بهر ته د فرار په سفر روان شوى دى. دا زموږ د هېواد ويښ بخت دى چې ددغه ډول مديرانو له درلودلو سره سره هم لا ژوندى دى.

غني سره چې د خلکو د ژوند ژغورلو دومره ژور فکر وو، چې ان له هيواد څخه يې تيښتې ته اړ ايسته، ولې يې د سقوط له لړئ مخکې د سولې لپاره د واک قرباني ورکولو په بيه ونشو کړاى چې د وينې توئېدلو مخه يې نيولې واى، خپل عزت او وقار يې هم خوندي کړى واى او د نظام بنسټونه به يې هم ژغورلي واى؟

غني د خبرو په جريان کې وايي چې نوموړی د قرباني ګډورى شو، خو زه فکر کوم داسې به سمه وه چې ويلي يې واى؛ د واک تندې مې عصبي نظام فلج کړى وو، د ارګ هلکانو راته “هر څه سم دي باچا سلامت” ويل، تر هغو يې ويده کړى وم چې چورلکې د ازبکستان په لوري الوت نه وو کړى، کله چې راويښ شوم، ولس مي په تنور کې پريښودلى وو، نظام او لاسته راوړنې مې په سيند لاهو شوې وې، ځان مې وايسته، خو طالبانو ته مې د مشروعیت ورکولو لاره بنده کړه.

د هوسا او خوشحاله هېواد په هيله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx