افغانستان

دفاع وزارت: سل زره کسیزه اردو جوړوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې د سل زره کسیزې اردو د جوړېدو ۸۰ سلنه چارې مخته تللي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي رسنیو ته ویلي دي چې د سل زره کسیزې د ملي اردو د جوړیدو کارونه روان دي او په نوي اردو کې لومړیتوب د اسلامي امارت ځواکونو ته ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړې چې نوملیکنه روانه ده او تر دې دمه د ملي اردو د ایجاد ۸۰ سلنه کارونه مخته تللي دي چې ډير ژر به بشپړ شي.

خوارزمي ویلي دي چې د ملي دفاع وزارت د اردو د تشکیل لپاره تازه یوه شل کسیزه کمېټه ګمارلې ده او دغه کمېټه د تشکیلاتو اړوند وروستی تصمیم نیسي.

دفاع وزارت همدا راز ویلي دي چې د تېر رژیم  کارمندانو او نظامیانو هم په دفاع وزارت او قول اردو‌ګانو کې یو ځل بیا پر کار پیل کړی دی.

د چارو شنونکي وايي چې اردو باید معیاري شي او د عسکري خدماتو د اصولو مطابق سره سمه برابره او نظامیانو ته منظم یونیفارم ورکړل شي او هم یې قیافه منظمه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

د نن . اسیا له مسحولینو هیله کوو چه دغه عکس کی چه دعسکر پر مخ د پخوانې سفری قتعو پشان د یو عسکر پر مخ د ایسکلیت بدرنګه نقشه ده دغه د لرې کړې
چه خدای د نکړې د پخوانې رژیم له وحشتناکه سیرو په شان د د خلکو پر زړونو کی وحشت وانچوې د دغو ګرانو مجاهدین یادی د خپل نورانی حیری عکس خپور کړی او یاهم د هغوته ورته له کوم انحوره استفاده وشی مننه

Sayed

Who will pay salary for them?
The Taliban aren’t professional so who will train them?
Pakistan?

طوطی

اول د خلکو نسونه ضرور دی چی ماړه شی. اردو خو تیاره جوړه وه صرف اصلاح ته یی ضرورت وو ولی مو ړنګه کړه؟

pattang

د نس د مړېدو دالر خو ستا پټ رادار بندي کړې ! الاهي مو در بدره کړه !

طوطی

له څلورو میاشتی حکومتی کارمندانو ته معاشونه ندی ورکړل شوی فوځ تر څو په مفته خدمت کوی. ښه به داوی چی اول اقتصاد ورغول شی، اول ولس سره بیا دنیا سره تعامل وشی، رسمیت پیژندنه سرته ورسی بیا سل نه چی یو میلیون فوځ جوړ کړی. اوس د ولس بغاری تر آسمانه جګی شوی د یوې مړی ډوډی په خاطر طالب د فوځ په فکر کی دی چی قدرت یی له لاسه ولاړ نشی.

pattang

طالب خو واقعت وایې اول خو امن او دانسانانو د سر اومال ساتنه فرض ده او دهغه لپاره پولیس او اردو په کار دي ، داچې د پولیس او دعسکر فرق له غلو او زورواکانو وشي نو هغوی ته خاصه جامه او دریشي په کار دي !

طوطی

په ریښتیا چی حقیقت تریخ وی. زما تبصره هر سالم او قانع کس نشی برداشت کولی. بیا دی هم د نن ټکی آسیا کور آباد وی چی زما تبصره یی نشر کړی. کاش چی اقتصاد مو ښه وای او داسی یوه امپراطوری مو جوړه کړی وی لکه د احمد شاه ابدالی او یا سطان محمود غزنوی. سل زره فوځ به د پنجاب د نیم میلیون فوځ چی ۱۶۰ اتومی وسلی لری څه وکړی؟ په والله که خو دا اغزن تار پری لری کړی څه رسه تر اټکه.

عبدالمالک همت

ژوندی او بريالی دي وي زموږ اتل دفاع وزير او زموږ د وياړلي اردو اتل افسران او سرتېري او د حق د لاري مجاهدين.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx