ټکنالوژي

د امریکا بندیزونو په لړ کې د هوواوې شرکت کلني عاید ۲۹ سلنه کم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د چین او امریکا  اقتصادي جنګ کې مخابراتي شرکتونه زیات اغیزمن شوي چې له کبله یې د هوواوې شرکت کلني عاید ۲۹ سلنه ټيټ شوي دي.

د چین د مخابراتو لوی شرکت هوواوې مشر ګوو پینګ د جمعې په ورځ ویلي چې ددوی کلني عاید د تېر کال په پرتله نږدې دریمه برخه راټيټ شوي دي، او لامل یې د امریکا له لوري د بندیزونو دوام دی چې ددې شرکت د ځیرک موبایلونو پلور یې زیانمن کړی دی.

هوواوې شرکت هغه مهال د چین او امریکا د اقتصادي جنګ ښکار شو، کله چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې اندېښنو له کبله چې دا ددوی لپاره د سایبر امنیت او جاسوسۍ ګواښ رامنځته کولی شي، د شرکت کمزوري کولو ته اړ شو.

د شرکت مشر ګوو پينګ زیاته کړې چې د دغه شرکت عاید تېر ۲۰۲۱م کال کې په سلو کې ۲۹ سلنه کم شوی او ۹۹.5 ملیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

هغه وویل، «په ۲۰۲۱م کال کې د ټولو ازمیښتونو او کړاوونو سربېره موږ د خپلو مینوالو او پیردونکو او ځایي ټولنو لپاره د پام وړ ارزښت رامنځته کولو په پار مو سخت کار وکړ، او په راتلونکي کې به د خپل عملیاتو کیفیت لا موثر کړو».

هغه زیاته کړه چې د مخابراتو مسلکي برخه باثباته پاتې وه او ټول فعالیت زموږ د وړاندوینو سره سم پرمخ ولاړو.

د هوواوې عاید تېر کال ددې بودیجیي موبایل هانر Huawei Honor برانډ د بندیدو له کبله راټيټ شوی، کوم چې د ۲۰۲۰م کال په وروستیو کې زیات پلورل شوی و.

امریکا د هوواوې د کلیدي اجزاو لکه مایکرو چپس پيرودل منع کړي وو، چې د پایلې په توګه چینایي شرکت د ګوګل خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړ، او مجبور شول خپل عملیاتي سیستم یې رامنځته کړ.

هوواوې شرکت د ۲۰۲۱ په وروستیو کې خپل نوی کات کېدونکی په زړه پورې موبایل وړاندې کړ کوم کې چې ددوی عملیاتي سیستم هارموني فعال دی، ددوی په وینا اوسمهال د هوواوې ۲۲۰ ملیونه وسایل د شرکت لخوا د رامنځته شوي هارموني او ایس په عملیاتي سیستم چلیږي.

هوواوې د نړۍ تر ټولو لوی مخابراتي شبکې وسایلو عرضه کونکی دی او په دې وروستیو کې په موبایلونو کې دوهم لوی ځیرک موبایل شرکت نومول شوی و، خو اوس د امریکا له بندیزو سره له لسو شرکتونو هم ښکته تللی دی.

په اکتوبر کې یاد شرکت ویلي وو چې ددوی د موبایلونو په پيرود کې د جنوري څخه تر ۲۰۲۱ ستمبره ۳۲ سلنه د عایدو کمی لیدل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx