ادبي لیکني

د ۲۰۲۱ کال خاطره او د ازادۍ سهار

مولوي ضیاءالحق حسان

د ماښام لمونځ مو د لرغوني غزني د غیږ په موی مبارک جامع جومات کې اداء کړ، له لمانځه وروسته مو د یو حاجي صاحب کره ډوډۍ وخوړه، د غزني مجاهد ولس خوښ بریښېده ځکه دوی هم تازه د فتحې اذان اوردیدلی و، د فرهنګي کمیسیون ملګرو مجلس لا نور ښکلی کړی و، ملګرو پرلپسې رابطې کولې چې موږ د هیواد په پلازمینه کې قرار لرو موږ هم په تلوار له ډوډۍ ځانونه فارغ او په خورا بیړه مو دوه موټر د پلازمېنې په لور روان کړل، د کابل او کندهار په لویه لار تلل راته نا اشنا ښکاریدل، د مزل هره شېبه مو د لوی رب په تکبیرونو بدرګه کوله، د شپې ۱۱ بجې کیدونکې وې چې میدان ښار ته ورسیدلو، دلته ګڼ طالبان ولاړ وو لار یې بنده کړې وه، نظامي کسانو ته اجازه نه وه څو د پلازمېنې په لور وخوځیږي، موږ ته یې هم اجازه رانه کړه او همدلته د پنځمې پلې لیوا په مسجد کې مو د فتحې دا شپه سبا کړه، سهار د آسمان کنارو ایله د سپیدو څرک وهلی و چې د کابل په لور مو ګړندی مزل پیل کړ دا ځل فاتحو شازلمو کابل ته د تللو اجازه راکړه.

کله چې د کوټه سنګي سیمې ته ورسیدو موټر کې مو د عزیزي صیب نوې ترانه هم چالانه وه له سپینو بیرغونو سره د سرک په څنډه دمه شولو، دلته خلک زموږ په لیدو حیران شول، دوی د زنده باد نارې وهلې او طالبان یې ښکلول.

رښتیا عجیب سهار و، لږ وړاندې د دهمزنګ په چوک دمه شولو، جاوید افغان صیب له خلکو سره لنډې مرکې وکړې دوی نوي نظام ته خوښ برېښیدل په وینا یې نن مو شپه له آرامۍ سره مل وه.

له دې ځای د راډیو ټلویژون په لور وخوځیدلو  هلته داسې مهال ورسیدلو چې ګڼو عسکرو وسلې په لاس او د تسلیمۍ لپاره یې د انتظار شېبې شمارلې، موږ هم زر تر زره اسلحې ترې تسلیم او د تسلیمۍ کارتونه مو ورکړل.

د راډیو، تلویزیون د تالار په دروازه کې څو شېبې دمه شولو، جاوید صیب لنډ پیغام واورولو او د تکبیر ملکوتي چیغې د آسمان لور ته بدرګه شوې.

د راډیو، ټلویژیون له سټیج چاپیر شولو او ولس ته مو د امن پیغام ورسولو.

زما د ژوند او ۲۰۲۱ کال له ټولو غوره سهار یې بللی شو.

د اسلامي نظام د استحکام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx