افغانستان

هلمند: سنګین کې د قومندان په ګډون لس تنه پولیس وژل شوي دي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۳): له هلمند ولایت نه نن پرلپسې د جګړې په راپورونو کې طالبانو د ګڼ شمېر امنیتي ځواکونو د له منځه وړلو خبر ورکړ.
په داسې حال کې چې دولت بیا د هېواد په نورو سیمو کې د لسګونو طالبانو د له منځه وړلو دعوه کوي.

له هلمنده په تازه رارسېدلي خبر کې ویل شوي دي چې د دې ولایت په سنګین ولسوالي کې د طالبانو او دولتي امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې د قومندان په ګډون لس تنه پولیس وژل شوي دي چې د عیني شاهدانو له قوله مړي يې د جګړې په ډګر کې تر ډېره وخته پراته وو.

طالبان هم وايي چې دوی نن تر غرمې مخکې د سنګین ولسوالي د څاروان کلا د ملازو په سیمه کې د پولیس له هغه کتار سره په جګړه بوخت شول چې سیمې ته د عملیاتو په تمه روان و.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې وايي چې دغه جګړه نن سهار له نهو بجو د ماسپښین تر یوې بجې پورې اوږده شوه چې په پایله کې يې د پولیسو د یوقومندان رمضان په ګډون لس تنه پولیس مړه او شپږ شوبلې يې له منځه لاړي.

خبرپاڼه کاږي: «په جګړه کې ددښمن ۶ شوبلې دهشتاد ۲ اوراکټونوپه مټ وویشتل شوي چې دوې شوبلي یې له ویشتلو سره سم د اور خوراک اوپاتي نورپه بشپړه توګه تخریب شوي.

همداراز دقوماندان [ رمضان ] په شمول ۱۰ تنه پولیسو مړي دجګړې په ډګر پاتي شول ګڼ شمېرنوریې زخمیان شوي اوپاتي دښمن په تېښته په شالاړ.»
په ورته وخت کې نن د هلمند په ګرشک او خانشین کې هم د جګړو خبرونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم طالبانو د هلمند په سنګین ولسوالي کې د یوولسو قومندانانو په ګډون د ۴۷۳ تنه افغان عسکرو د وژلو او د اووه پنځوس پوستو د نیولو خبر ورکړ.

قارمحمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه د ځینو قومندانانو نومونه او د دندو ځایونه هم په ډاګه کړي دي.
یاده دې وي چې د هلمند اوږده جګړه په داسې حال کې روانه ده چې د ننګرهار په حصارک ولسوالي کې هم د ورته جګړې خبرونه خپاره شول او ویل کېږي چې طالبانو پراخې سیمې تر خپل واک لاندې کړې دي.

دولتي چارواکو د دطالبانو د دې راپور اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x