افغانستان

کابل کې سلګونه کسانو د اسلامي امارت په ملاتړ لاريون کړى

نن ټکی اسیا( يکشنبه، ١٢ مرغومى، ۱۴۰۰ل): پلازمېنه کابل کې سلګونه کسانو د افغانستان اسلامي امارت په ملاتړ لاريون کړى دى.

لاريون کوونکو چې له ځان سره يې بېلابېل شعارونه ليږدول له امریکا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې نوى افغان حکومت په رسميت وپيژني.

دوى همدا راز د افغانستان اسعاري زېرمو د ازادولو غوښتنه هم کړې ده.

سربېره پر دې لاريون کوونکو د اعتراض په بڼه ليکلي وو چې عرب او ترک چېرته دي او په وينا يې دوى بايد له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره راپورته شي.

دا په تېرو شاوخوا لسو ورځو کې څلورم لاريون دى چې د اسعاري زيرمو د کنګل کيدو خلاف په کابل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

دا په لسګونو کسان چې د امارت په پلوۍ راووځي، څه ګټه به وکړي؟ ولې و نه وایو چې په لکهاوو یا په میلیونونو خلک د طالبانو او د افغانستان د ملي ګټو د تامین په پلوۍ راوتلي دي. دا دومره جوماتونه چې په کابل کې شتون لري، که ملایان یې په همغږۍ کې د اسلامي امارت د مسئولینو په امر د جمعې د لمانځه د خطبې په وخت کې د خلکو څخه و غواړي چې ټول دې راتلونکې ورځ یا هر وخت چې مناسب وي، حضوري چمن ته د مظاهرې لپاره راشي، دا به څومره ګټه ور حرکت او… نور لوستل »

غمی،پښتین

سلامونه محمد،
طالیبان،ملایان هره ورځ خلک مظاهری ته رابولی،اوس خلک پوه شوی چه د ملا فقط فرض او سنت په باره کی چه کومه خبره کوی د منلو وړ ده ،نوره د طالیب یا د سیاسی ملا ،مفتی، مولانا، قصی مفتی دی دی،
په دا مظاهرو چیغو فریادونو نه کیږی،تر څو چه طالیبان اول په داخل کی بیا په خارج کی مشروعیت پیدا نه کړی،هسی د خلک لوګی تندی نور نه وژنی ،کار د اهل کار ته وسپاری،خپله د مدرسی او جوماتونو ته ستانه شی،هسی نه چه اخر کی یی خلک جوماتونو کی هم نه پریږدی،وخت به تیر وی ارامان به کوی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx